تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیوزیلنډ؛ لیلام کې اخیستل شوي بکس کې د انسان د جسد پاتې شوني موندل شوي
د نیوزیلنډ پولیسو وروسته له هغې څېړنې پیل کړې چې یوې کورنۍ په بکسونو کې د انسان د جسد پاتې شوني وموندل.
دغه بکسونه د سویلي اکلینډ په لیلام کې یوې کورنۍ اخیستي وو چې کور کې له خلاصولو وروسته یې دغه خطرناک کشف کړی دی.
د پولیسو چارواکو د وژنې په اړه څېړنې پیل کړي او د جسدونو د پېژندلو هڅه کوي.
ویل کېږي چې د بکسونو پېرودونکې کورنۍ په دې پېښه کې لاس نه لري.
د پولیسو په وینا یاده کورنۍ تېره پنجشنبه لیلام ځای ته تللې وه او په ټیلرونو کې راغلیو تازه توکو یې دا بکسونه پېرلي وو.
د رپوټونو له مخې د دغې کورنۍ څو ګاونډيو هم د د پولیسو له راتلو مخکې له بکسونو د بد بوی د راوتلو په اړه رپوت ورکړی.
د یوه ګاونډي په وینا" بوی له لرې ځایه پېژندل کېده، زه سملاسي پوه شوم او له ځانه سره مې وویل چې دا بوی له کومه ځایه راځي؟"
یوه بل ګاونډي وویل:"مخکې له دې چې بکس د پولیسو له خوا په یوه کڅوړه کې راونغاړل شي زما زوی لیدلی و."
د سټاف په نامه نیوزیلنډي رسنۍ ځينې عکسونه خپاره کړي چې یو ټېلر کلندون سمې پارک ته څېرمه یو ټېلر د دغې کور مخې ته ولاړ دی او پولیسو پلټنې کوي.
د پولیسو چارواکو ویلي چې لومړیتوب یې د وژل شوي کس د هویت پېژندل دي چې پر مټ یې ځان تر اصلي کیسې ورسوي او خپلې څېړنې بشپړې کړي.