تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هغه سړي ۲۲ کلنه قانوني مبارزه بریالۍ شوه، چې ۲۰ روپۍ ترې زیاتې اخیستل شوې وې
یوه هندي سړي له ۲۲ کالو وروسته د خپل هېواد ریل ګاډو ادارې خلاف د ټکټ لوړې بیې یوه قضیه ګټلې ده. له تونګنات چترویدي چې مسلکي مدافع وکیل دی، په ۱۹۹۹ کال کې د دوو ټکتونو لپاره ۲۰ روپۍ زیاتې اخیستل شوې وې.
له ښاغلي چترویدي د ټکټونو لپاره اضافي پیسې د اترپردېش ایالت په متهورا ریل تم ځای کې اخیستل شوې وې.
تېره اونۍ بیا یوې ځايي محکمې چې د مشتریانو قضیې حل کوي، د ښاغلي چترویدي په حق کې پرېکړه وکړه او ریل ادارې ته یې امر وکړ، چې نوموړي ته خپلې پیسې له سود سره بېرته ورکړي. ۶۶ کلن چترویدي له بي بي سي سره خبرو کې په دې هکله وویل: ''د دې قضیې لړ کې له ۱۰۰ ځله ډېر محکمې ته تللی یم، خو هغه انرژي او وخت بیه نه لري، چې ما دې قضیه کې ضایع کړي دي. ''
په هند کې د مشتریانو اړوند قضیې معمولاً د خدماتو په هکله د خلکو د شکایتونو په تړاو پرېکړې کوي. خو د دې محکمو په هکله ویل کېږي چې ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي او کله نه کله خو داسې هم کېږي چې یوه ډېره عادي قضیه تر کلونو پورې وخت نیسي چې پرېکړه یې وشي.
د اترپردېش ایالت اوسېدونکي چترویدي په هکله ویل کېږي چې له متهوار ریل تم ځایه مراد اباد ته روان و، چې د ریل ګاډي یوه مامور د دوو ټکتونو لپاره ترې اضافي پیسې اخیستې وې. د یوه ټکټ بیه هغه وخت ۳۵ روپۍ وه، خو کله چې نوموړي مامور ته د سلو روپیو نوټ ورکړی و، هغه د ۳۰ روپیو پر ځای ۱۰ روپۍ بېرته ورکړې وې.
نوموړي له هغه وروسته په هماغه متهورا ښار کې د ګورکهپور شمال ختیځ ریلوې او د دې ادارې مامور خلاف د عریضې کولو پرېکړه کړې وه. دی وايي، قضیې یې په هند کې د عدلي چارو پڅ بهیر له کبله کلونه وخت ونیو.
خو بالاخره محکمې پرېکړه وکړه، چې ریل اداره به ښاغلي چترویدي ته د ۱۵۰۰ روپیو جرمانې تر څنګ خپلې شل روپۍ او له ۱۹۹۹ تر ۲۰۲۲ پورې له ۱۲ سلنې سود سره بېرته ورکوي.
ښاغلی چترویدي وايي، کورنۍ غړو یې څو ځله هڅه وکړه، د دې قضیې له روان ساتلو یې وګرځوي، خو په وینا یې ''دا د انصاف لپاره جګړه وه، د فساد پر ضد مبارزه وه او په دې کړاو ارزېده. '' نوموړی زیاتوي: ''که خلک پټه خوله پاتې نه شي، هېڅوک نه شي کولای ظلم - زیاتی وکړي او خوندي پاتې شي. ''
ښاغلی چترویدي وايي، هیله یې دا ده چې نور هغه کسان به هم د ده له قضیې الهام واخلي او له دې کبله به د حق لپاره مبارزه نه پرېږدي چې سخته ښکاري.