تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند په یوه شپه کې د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ روپیو نوټونه له منځه وړي
هند حکومت د تورو پېسو مخنیوي لپاره د نومبر له نهمې نېټې وروسته د پنځو سوو او زرو هندي روپیو بانکي نوټونو بندولو اعلان کړی.
دغه مهم اعلان لومړي وزیر نرېندرا مودي د دوشنبې په ورځ یوه وینا کې وکړ.
لومړی وزیر وویل هغه کسان چې دغه نوټونه لري په پوسته خانو یا خپلو بانکي حسابونو کې کېږدي او د دغو پېسو لپاره هېڅ حد نه دی ټاکل شوی.
لومړي وزیر خلکو ته وویل، چې دغه پېسې به د همدوی ملکیت وي. خو هغه کسان چې تورې پېسې لري دوی به اړ وي چې د مالیې چارواکو ته ووايي، چې دغه پېسې یې له کومه راوړې او ولې یې پرې مالیه نه ده ورکړې.
بانکونه به دغه اسانتیا د دسمبر له لسمې تر دېرشمې نېټې پورې چمتو کوي.
لومړي وزیر دا هم وویل، چې د سې شنبې پر ورځ او د هېواد په ځینو برخو کې به د چهارشنبې پر ورځ هم اي ټي ایم مشینونه غیرفعال وي.
د سې شنبې پر ورځ به بانکونو دروازې د مشتریانو پر مخ تړلې وي، چې دوی وکولای شي د نوي سسټم لپاره ځان چمتو کړي.
بل لور ته حکومت د دوو زرو روپیو نوي بانکي نوټ خپرولو اعلان هم کړي.
د پېسو پر ایستلو بندیز
راتلونکو څو ورځو پورې به له بانکي حسابونو د پېسو ایستلو لپاره هم یو حد ټاکل کېږي، خو لومړی وزیر وايي ژر به دغه بندیز پای ومومي.
د حکومت له دغه اعلانه وروسته به هند کې د سلو روپيو بانکي نوټ تر ټولو د ډېر ارزښت بانکي نوټ شي.
هند کې فساد یوه لویه ستونزه ده او د ځینو اټکلونو له مخې دغه هېواد کې د متوازي اقتصاد کچه میلیونونو ډالرو ته رسېږي.
حکومت غواړي دغه تورې پېسې ګرځنده شي او سپتمبر کې د بښنې یو پلان پای ته ورسېد، چې په کې خلکو ته د تورو پېسو سپینولو فرصت ورکړل شوی و.