سوړبازاري څه ده او پر موږ څنګه اغېز کولای شي؟

د خپرېدو وخت

د انګلستان مرکزي بانک اټکل کړی چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې به د بریتانیا اقتصاد سوړبازاري یا افتصادي رکود سره مخ شي.

سوړبازاري یا اقتصادي رکود څه دی؟

په عادي وختونوکې، د یو هېواد اقتصاد وده کوي.

د وکړو شتمني یې، په منځنۍ کچه، تریوه حده ډېرېږي او د هغو شیانو او خدمتونو چې دوی یې تولیدوي او چمتو کوي- ناخالص ملي تولید (جي ډي پي)- زیاتېږي.

خو کله کله ددې شیانو ارزښت ټیټېږي او معمولا هغه مهال دا حالت سوړبازاري بلل کېږي چې دغه حالت په پرلپسې ډول د څو درې میاشتینیو دورو لپاره دوام وکړي.

دغسې یو حالت ښيي چې د هېواد اقتصاد له ستونزو سره مخ دی.

وروستی ځل بریتانیا په ۲۰۲۰کې د کوویډ-۱۹نړیوالې وبا د اوج پرمهال له سوړبازاري سره مخ شوې وه.

سوړبازاري ولې مهمه ده؟

د زیاترو خلکو لپاره، اقتصادي وده یو ښه شی دی.

معمولا دا په دې معنا ده چې خلکوته دندې پيدا کېږي، شرکتونه ګټه کوي او کولای شي خپلو کارکوونکو او ونډه والو ته لوړې تنخاګانې او زیاتې پیسې ورکړي.

مخ په وده اقتصاد حکومت ته هم د مالیو یا ټکسونو له لارې ډېرې پیسې برابروي.

نو حکومتونه کولای شي مالیې را ټیټې کړي، یا د خلکو د خیر ښېګڼې لپاره بودیجه زیاته کړي، عامه خدمتونه پیاوړي کړي او حکومتي کارکونکوته ښې تنخاګانې ورکړي.

ایا موږ اوس بیا له سوړبازاري سره مخ یو؟

د انګلستان مرکزي بانک اټکل کوي چې یوه اوږده سوړبازاري راتلونکې ده.

اټکل کوي چې د بریتانیا اقتصاد به د ۲۰۲۲ کال په وروستیو درې میاشتوکې تقریبا ۱سلنه را کم شي او د ۲۰۲۳کال په هرو درې میاشتوکې به همداسې را کمېږي.

د انګلېنډ بانک وايي ددې کار علت د بیو ناڅاپي لوړوالی، په تېره بیا د انرژي د بیو لوړوالی دی او له دې کبله د خلکو عاید هم په کمېدو دی.

اټکل کېږي چې انفلاسیون یا د بیو د لوړوالي کچه به د کال له پای نه وړاندې څه باندې ۱۳ سلنې ته ورسېږي، په داسې حال کې چې اوس یې هم کچه له عادي حالته لوړه او ۹ سلنه ده.

په نړۍ کې څه پېښېږي؟

د نورو هېوادونو اقتصادونه هم له ستونزو سره مخ دي، د نړۍ د اقتصادي راتلونکي په اړه د نړیوال مالي صندوق راپور وايي راتلونکې یې ((غمجنه او نامطمینه)) ده.

په دې راپورکې په چین او روسیه کې اقتصادي ستونزو ته اشاره شوې، او ویل شوي چې د امریکا په متحدو ایالتونو او اروپاکې هم د انفلاسیون کچه له هغې اندازې چې تمه کېده لوړه ده.

دا تر یوه حده د اوکراین د جګړې له امله بلل شوې چې د انرژي او خوراکي توکو بیې یې لوړې کړې دي.

د کوویډ-۱۹ نړیوالې وبا اغېزې هم پکې رول لري.

سوړبازاري پرموږ څرنګه اغېز کولای شي؟

ځینې خلک ښايي خپلې دندې له لاسه وکړي، یا به په خپلو دندو کې پرمختګ نشي کولای، تنخابه یې دومره نه لوړېږي چې د بیو له لوړوالي سره مقابله وکړي. همدا راز له زده کړو نويو فارغ شويو کسانو ته به سخته وي چې ځان ته دنده پیدا کړي.

خو، په ټولنه کې د سوړبازاري درد او اغېز پرهرچا باندې یوشان نه وي، او کېدایشي نابرابري ډېره شي.

په تېره بیا هغه کسان به له ستونزو سره مخ وي چې یوازې پر دولتي مرستو متکي وي او یا یو ثابت عاید ولري.

ددې حالت پر وړاندې څه کېدای شي؟

کله چې اقتصاد له ستونزو سره مخ وي او د انفلاسیون کچه هم لوړه وي دې حالت ته ستګفلېشن وايي، چې له منځه وړل یۍ ډېر سخت دي.

معمولا، د انګلېنډ بانک (د بریتانیا مرکزي بانک)- چې له حکومته خپلواکه دی- که هېواد د سوړبازاري پرلور روان وي، د بانکي سود کچه ټیټوي، خو په حقیقت کې دغه بانک اوس برعکس د بانکي سود کچه لوړه کړه ځکه چې د شیانو بیې په چټکتیا سره په لوړېدو دي.

همدا راز د بریتانیا نوي لومړي وزیر د څوکۍ نوماندانو او د حاکم محافظه کار ګوند غړو، ریشي سوناک او لیزټرس ترمنځ هم پدې اړه بحثونه روان دي چې ایا مالیې یا ټکسونه باید کم شي چې اقتصادې وده وهڅوي یا داچې انفلاسیون سره د مقابلې لپاره باید مالیې لوړې شي.

وروستیو سوړبازاریو څومره موده دوام کړی؟

د ۲۰۲۰کال سوړبازاري یواځې شپږمیاشتې دوام وکړ، د اپریل او جون میاشتو ترمنځ د بریتانیا د اقتصاد ۱۹.۴ سلنه راکمېدل بېساري وو.

له دې وړاندې په ۲۰۰۸ کې مالي کړکېچ په اپریل میاشت کې پېل شو او پنځلس میاشتې یې دوام وکړ، او اوس دا ځلي هم د بریتانیا مرکزي بانک اټکل کوي چې سوړبازاري به همدومره موده دوام وکړي.