د بن لادن موندلو ته ګومارل شوی مامور؛ 'د هغه سر راته راوړه'

د خپرېدو وخت

د ۲۰۰‍۱ کال د سپتمبر پر ۱۹مه، وروسته تر هغه چې د سپتمبر پر ۱۱مه امریکا کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز پر کنډو اله بدل شوی و، د امریکا مرکزي استخباراتو افسر ګېري شروین د خپل مشر دفتر ته ورغی. رئیس یې په امرانه انداز ورته وویل: "اسامه بن لادن ونیسه، سر یې په کنګلي بکس کې درسره راوړه".

خو د اسامه بن لادن د هغه مهال مرستیال ایمن الظواهري او د القاعده مشرتابه د نورو مشرانو په باب هم ورته اوامر شوي "باید سرونه یې په غشو ځړوند راوړل شي".

په څو ورځو کې، شروین یو له هغو امریکايي افسرانو و چې د افغانستان پر خاوره یې پښه کېښوده، دوی د سپوږمکۍ له لارې له خپلو مشرانو سره په تماس کې وو او له ځانه سره یې د افغانانو د خپلولو لپاره میلیونونه ډالر هم راوړي وو.

څو اونۍ وروسته د اکتوبر پر اوومه، امریکا پر افغانستان - چې هغه مهال طالبان پرې واکمن وو - یرغل او بریدونه پیل کړل، دا د ۲۰ کلنې جګړې پیلامه وه چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشتې کې پای ته ورسېده.

په ۲۰۱۱ کال بن لادن ووژل شو، خو افغانستان کې جګړه یوه لسیزه نوره هم وغځېده چې بالاخره امریکا د بن لادن د ځایناستي ایمن الظواهري په وژلو توانېده.

په اګسټ میاشت کې، په کابل کې د امریکا د څارګرې ادارې د ډرون په مټ د ایمن الظواهري له وژل کېدو یوازې یوه ورځ وروسته، ګېري شروین د اتیا کلونو په عمر د دماغي سکتې له کبله ومړ.

د هغه له مړینې وروسته، د امریکا مرکزي استخباراتو مشر ویلیم بیرنز شروین د امریکا څارګرو ادارو د هر کارمن او افسر لپاره یو "افسانه او الهام بښونکی" شخصیت وباله.

بیرنیز وویل: "په افغانستان کې تر څه باندې دوو لسیزو ماموریت وروسته، او په هر ماموریت کې چې شروین ګډون کړی، هغه د مرکزي استخباراتو په چوپړ کې و، او زموږ ادارې ته یې تر ټولو غوره لاسته راوړنې درلودې".

پر خپل وخت له شروین پرته دې ماموریت ته بل هېڅ کوم وړ شخصیت نه و.

شروین د خپل عمر په څارګر ماموریت کې د تېرې پېړۍ اتیایمه او نویمه لسیزو کې افغانستان او پاکستان کې د څارګرو فعالیتونو مشري مخته وړله.

"امریکا ته افغانستان هېڅ مهم نه دی"

ده په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي وو: "د امریکا حکومت ته افغانستان هېڅ مهم نه دی".

"طالبان هلته عملاً موجود دي او ټول پوهېږي چې له بشري حقونو سرغړونې کوي او له ولس سره د وېرې معامله کوي. په حقیقت کې واشنګټن کې دا هېچا ته مهمه نه ده".

د شروین په وینا، خو په ۱۹۹۶ کال، وروسته تر هغه "معادله بدله" شوه،‌ چې د امریکا استخباراتو د اسامه بن لادن پر فعالیتونو څارلو تمرکز ډېر کړ، اسامه تر یاد کال پورې مهم جهادي شخصیت نه و، بلکې په اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد پرضد د چریکي جګړې د یوه پخواني جنګیالي په سترګه ورته کتل کېدل.

شروین د امریکا مرکزي استخباراتو اډانه کې د ترهګرۍ ضد یوه کوچني مرکز ډله کې ماموریت درلود، دې ډلې د سعودي له جهادي ګواښ‌ نه سترګه کېده.

شروین له هغو افغان قومندانانو سره اړیکې پیل کړې چې سیمې ته د ماموریت پرمهال یې انډیوالي ورسره جوړه کړې وه.

راتلونکو دریو کلونو کې، د شروین په سپارښتنه مرکزي استخباراتو څو ځله د اسامه بن لادن د نیولو هڅې وکړې، د هغه لېږدوونکی کاروان یې وڅاره او د افغانستان په سوېل کې یې د هغه په مېشتځي بریدونه وکړل، کروز توغندي یې پرې وتوغول او د هغه د موجودیت پر مشکوکو پټنځایونو یې بمبارۍ وکړې.

په پای کې، بن لادن خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او په ۱۹۹۸ کال یې کینیا او تنزانیا کې د امریکا سفارتونه والوځول، د همدې کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان په سوېل ختیځ خوست ولایت کې د القاعدې پر کمپ د امریکا له پراخه توغندیز برید روغ رمټ ووت.

درې کاله وروسته، د القاعدې ۹ کسانو د مسافرو څلور الوتکې وتښتولې چې دا پېښه تر ننه د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو په نامه یادېږي.

د سپتمبر له بریدونو وروسته امریکا افغانستان کې د بن لادن موندلو عملیات پیل کړل،‌ شروین د اوو نورو امریکایانو په ملګرتیا له شمالي ټلوالې سره اړیکه ټینګه کړه، دا ټلواله د طالبانو ‌پرضد جنګېده او طالبان په ۱۹۹۶ کال واک ته رسېدلي وو.

څو کاله وروسته شروین وویل: "تمه مې نه وه چې د یوه مهم ماموریت په اړه به اړیکه راسره نیول کېږي... باوري یم چې د شمالي‌ ټلوالې له دغو کسانو سره اوږدې اړیکې ته په پام سره دا یو سم غوراوی و."

په دې ماموریت کې له شروین سره د امریکا د مرکزي استخباراتو یو بل پخوانی افسر مایکل "میک" مولروی هم همغږی و. مولروی د افغانستان په جګړه کې پخوانی جنګیالی او د پخواني دفاع وزیر مرستیال هم تېر شوی.

مولروی بي بي سي ته وویل: "د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۱۱ یې افغانستان کې تجربه ډېر محوري وه،‌ چې دده په مشرۍ ماموریت پکې کامیاب شو،‌ دا چې هغه افغانستان کې لومړۍ ډله کې و، ګېري د مشرتابه جبهه کې یوه نمونه وه".‌

له پوځي اړخه، پر افغانستان یرغل په پاموړ ډول کامیاب و او د ۲۰۰۱ د ډیسمبر میاشتې تر راتګ پورې طالبان له واکه لیرې کړل شول، خو د شروین اصلي موخه دا وه چې بن لادن او د ایمن الظواهري په څېر د القاعده نور مهم مشران ومومي، چې ویې نه موندل او طالبانو خپل صفونه یوځل بیا منظم او تېر کال له افغانستانه د امریکا تر وتلو پورې یې خپل غلچکي بریدونه او اوږده جګړه روانه وساتله.

شروین په وروستیو مرکو کې وویل، په افغانستان کې د ټیکاو راوستلو او د خپلو مهمو دوښمنانو نیولو کې د امریکا د ناکامۍ لاملونه تر ډېره په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له یرغل او د مرکز ي استخباراتو او پوځي تمویل پر کمېدو پورې تړلي وو.

که څه هم په پیل کې جورج بوش دا ګومان کاوه چې ګنې د عراق حکومت د سپتمبر له ۱۱ بریدونو سره په یو ډول تړاو لري، خو شروین پوره قانع و چې د صدام حسین د نظام او القاعده ترمنځ هېڅ تړاو نه شته.

له اېن پي ار تلوېزیون سره مرکه کې په ۲۰۰۵ کال هغه وویل: "د افغانستان په لیرو کوچنیو اډو او پوځي کمپونو کې د مرکزي استخباراتو د مامورانو شمېر په کېمدو دی، دا ځکه چې اوس ډېر تمرکز پر عراق ورټول شوی".

"داسې مو انګېرله چې ګنې ډېر لګښتونه او خپله هڅه مو وکړه، خو لاهم هلته وضعیت تر ننه هماغسې دی".‌

شروین بالاخره د افغانستان د جګړې درشل کې متواعد شو او په ۲۰۰۵ کال یې په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه په "First In"نامه یو کتاب ولیکه.

له متقاعدېدو څو کاله وروسته، د بن لادن ملګرو د شروین وژلو ته فرصت لټاوه.

په ۲۰۱۳ کال، د سومالیا سخت دریځې الشباب ډلې پر ټویټر ولیکل چې ګنې هغه یې وژلی، خو امریکايي چارواکو اېن بي سي شبکې ته وویل چې دا ډول ادعاوې باید جدي ونه ګڼل شي.

د سي اېن اېن تلوېزیون د هغه وخت په رپوټ کې راغلي وو چې "ګېري شروین لاهم ژوندی دی او روغتیا یې ښه ده".