تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان کې باران او سېلابونه؛ ځاني او مالي زیان په زیاتېدو دی
د بلوچستان ایالت په ګڼو سیمو کې د تېرو څو ورځو بارانونو او ورپسې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۱۳۶ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي.
د ایالتي چارواکو په وینا یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان وژل شوي او ترڅنګ یې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د پاکستان په ځینو نورو ایالتونو کې هم د سېلابونو له کبله په تېرو څو ورځو کې تر ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي ديٍ.
د دوشنبې پر ورځ د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف بلوچستان ایالت ته ولاړ او سېلاب ځپلو سیمو کې یې له خلکو او چارواکو سره لیدلي دي.
نوموړي په کلا سیف الله ضلعې کې د وینا پر مهال ژمنه وکړه چې ټولو سېلاب ځپلیو سره به د خوړو او سرپناه مرسته کېږي او که دې برخه کې ناغېړي وشي نو د ایالتي چارواکو پر ضد به اقدام کېږي.
ازاد خبريال سيد علي شاه وايي، "بلوچستان ايالت کې سېلاب او بارانونو ډېر زيان اړولی دی، د شمېرو له مخې دا مهال ۱۴۲ کسان مړه دي چې په هغو کې ۵۰ تنه يې ماشومان دي. "
نوموړی وايي، "په دې سېلابونو کې افغان کډوال هم مړه شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي."
د سېلابونو له کبله ګڼو سیمو کې د خلکو کورونه او فصلونه وېجاړ شوي او دا مهال زرګونه کسان په موقتي پنډغالو کې شپې سبا کوي.
دغه بېځایه شوي کسان پر ځایي حکومت نیوکه کوي چې د دوی لاسنیوي لپاره یې ډېر څه نه دي کړي او ان په کافي اندازه د خوړو مرسته هم نه ده ورسره شوې.
د بلوچستان ځایي چارواکي وایي، وروستیو سېلابونو ګڼو ضلعو کې سړکونه او پلونه هم نړولي او دا مهال د مرکزي ښار کوټې او د ځینو نورو سیمو ترمنځ غځېدلې لارې سختې زیانمنې شوې دي.
د کوټې او کراچۍ ترمنځ لویه لاره هم د دریو پلونو د نړېدلو له کبله شاوخوا یوه اوونۍ تړلې وه، خو چارواکي وایي اوس پر دې لار عادي تګ راتګ بېرته پیل شوی.
له طبعي پېښو سره د مبارزې ایالتي اداره اټکل کوي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د بلوچستان په ژوب، موسی خېل، لورلایي، هرنایي، زیارت، چمن، کلا سیف الله، کوټه، مستونګ او ځینو ساحلي سیمو کې سخت بارانونه او توپانونه وشي.