نیو زیلنډ له کورونا وروسته په لومړي ځل د نړۍ پر مخ خپلې پولې پرانیستلې

د عکس سرچینه، Getty Images
نیوزیلنډ د ۲۰۲۰ کال مارچ راهیسې د لومړي ځل لپاره د ټولې نړۍ د وګړو پر مخ خپلې پولې پرانیستلې.
نیوزیلنډ څه باندې دوه کاله د کورونا وبا د خپرېدو مخنیوي په موخه خپلې پولې تړلې وې.
د کډوالو وزارت چارواکي اوس د هغو کسانو د ویزو منل پیلوي چې غواړي د دغه هېواد لېدو ته ورشي او یا یې تحصیلې ویزو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي.
لومړۍ وزیرې جسېنډا آرډرېن دا یوه "ستره شېبه"بللې او زیاته کړې یې ده چې د پولو تړل یې د "احتیاطي پروسې" یوه برخه وه.
د چارواکو په وینا دغه هېواد ته راتلونکي سیلانیان اړ دي چې د کورونا ضد واکسین وکړي خو د قرنطين کېدو اړتیا نشته.
نیو زیلنډ له اوږدې مودې وروسته خپله سمندري پوله هم پرانیستې اوس خلکو ته د دې اجازه هم شته چې د کښتیو له لارې دغه هېواد ته سفر وکړي.
نیو زیلنډ په فبرورۍ کې اعلان کړی و چې واکسین شوي اتباعو ته یې اجازه ورکړې چې په دغه میاشت له استرالیا او په مارچ کې له نورو ځایونو بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
آغلې آرډرېن د دوشنبې پر ورځ په پلازمېنه آکلنډ کې د چین سوداګرۍ غونډې ته وینا کې وویل: "موږ او نړۍ هڅه کوو یوه نړیواله وبا مهار کړو،او ورته وخت کې خپل ولسونه هم خوندي ساتو."
ګرځندوی یو له هغو صنعتونو و چې نیو زیلنډ کې د کورونا د محدودیتونو له امله سخت اغېزمن شو.
د ۲۰۲۱ مارچ میاشت کې د دغه صنعت ونډه له ۵،۵ سلنې ۲،۹ سلنې ته راټیټه شوه.
د رسمي شمېرو له مخې نړیوالې ګرځندوي صنعت په دغه موده کې سخت زيان لیدلې او ونډه یې ۹۱ سلنې ته راټیټه شوې.
د هغو کسانو شمېر هم کم شوی چې په دغه صنعت کې پر کار بوخت و.




















