د تېلو او ګازو پر سمندري حوزې لانجه؛‌‌ د لبنان حزب الله ‌اسراییلو ته د پوځي‌ ګام ګواښ کړی

اسرائیل -لبنان

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د لبنان حزب الله ملېشې د یوې ویډیو په خپرولو سره د اسراییل هغه بېړۍ ګواښلي چې مدیترانې سمندرګي کې د تېلو او ګازو د زېرمو په لټون بوختې دي.

دا ویډيو د حزب الله له اړوندې المنار تلویزیوني شبکې خپره شوې او دې ډلې پکې خپلې داسې وسلې او تجهیزات ښکاره کړي چې مخکې ورسره نه وو لېدل شوي.‌

ویډیو کې خبرداری ورکړ شوی چې د اسراییلو بېړۍ د دوی (حزب الله) د توغندیو واټن کې دي.

دا ویډیو د حزب الله د مشر سید حسن نصرالله په وینا پیلېږي چې وروستۍ وینا کې یې ګواښ کړی و "د سمندري مسایلو حل کې د وخت ضایع کول ګټه نه لري."

حزب الله ډلې په دې ویډیو کې د لبنان او اسراییلو ترمنځ د سمندري پولې ټاکلو په اړه د خبرو اترو پر مهال د نظامي ګام د پورته کولو ګواښ تکرار کړی دی.

د المنار یوه ژورنالیست ویلي "دا پیغام یو جدي ګواښ" دی.

د سمندري پولو د ټاکلو مذاکرات

کشتی شرکت انرژِین

د عکس سرچینه، Reuters

لبنان او اسراییل تر دې دمه د سمندري پولې ټاکلو په خبرو کې کومې هوکړې ته نه دي‌ رسېدلي.‌

دا خبرې د امریکا په منځګړیتوب او د دې لپاره کېږي‌ چې مالومه شي د مدیترانې دې برخه کې د تېلو او ګازو سرچینې د کوم هېواد اړوندې دي.

د دې لانجې حل به د دغو سرچینو د لټون هڅو ته لار هواره کړي.

دا ویډيو تر هغې لږ مخکې خپره شوه چې د لبنان او اسراییل ترمنځ‌ خبرو کې د امریکايي منځګړو یوه جګپوړي‌ غړي‌ بیروت کې له لبناني چارواکو سره ولیدل.

دا غېر مستقیمې خبرې له کلونو راهیسې روانې دي خو لبناني خوا یې دې وروستي دور کې پرمختګ ته هیله مندي‌ ښودلې.

له دې سره رویټرز خبري اژانس د یوه اسراییلي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي‌ امریکايی استازی دا ځل لبنان ته د دوی له نوي‌ وړاندیز سره تللی.

دا وړاندیز لبنان ته دا امکان په لاس ورکوي چې د اسراییلو د سوداګریزو حقوقو په منلو سره لانجمنه سیمه کې خپلې د ګازو زېرمې پراخه کړي."

پهپاد حزب الله در محل یادبود خروج اسرائیل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسراییلو څو ورځې وړاندې ويلي و چې مدیترانه کې يې د حزب الله بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې

دې اسراییلي چارواکي‌ دا یو مهم وړاندیز بللی چې د نوموړي‌‌ په وینا د انرژۍ او اقتصاد له کړکېچ سره مخ لبنان د طبیعي ګازو په تولیدونکي هېواد بدلولی شي.‌

لبنان او اسراییل چې د مدیترانې سمندرګي ختیځ کې ګډه پوله لري، د دې سیمې د ګازو او تېلو حوزې د مالکیت د ادعا له کبله لانجه کې ښکېل دي.‌

دوی د دې لانجې حل لپاره د امریکا منځګړیتوب ته غاړه ایښې او د ۲۰۲۰ کال له اکتوبره یې ترمنځ غېرمستقیمې خبرې روانې دي.