تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روسیې بمبارۍ کې د اوکرایین یو تر ټولو شتمن کس وژل شوی
اوکرایین چارواکي وايي، پر سوېلي میکولایف ښار د روسيې درنو بمباریو کې د اوکرایین تر ټولو شتمن سړی له خپلې مېرمنې سره وژل شوی دی.
د اوکرایین رسنۍ وايي، ۷۴ کلن الکسي وداتورسکي او مېرمن یې رېسا هغه مهال ووژل شول، چې تېره شپه یو توغندی د دوی پر کور ولګېد.
ښاغلی وداتورسکي د Nibulon څښتن دی، چې د شرکتونو دا ګروپ غلو په صادراتو کې فعالیت کوي.
نوموړي د "اوکرایین اتل" جایزه هم ګټلې ده.
د میکولایف ښاروال الکسندر سنکویچ ویلي، دا ښايي تر اوسه پر ښار د روسیې تر ټولو درنه بمباري وي.
د سیمې یوه چارواکي ویتالي کیم ویلي ښاغلی وداتورسکي د میکولایف او اوکرایین لپاره ډېر خدمت کړی دی.
نوموړي پر ټیلیګرام لیکلي: "د کرنې او د بېړیو صنعت پراختیا کې د هغه ونډه ډېره ارزښتناکه ده".
Nibulon د غلو د صادراتو لپاره ډېرې زېرمې او نورې زېربناوې جوړې کړې دي.
تر ډېره روسیې او اوکرایین د غلو دانو صادروونکي هېوادونه دي، چې په صادراتو کې ستونزې رامنځ کېدو او د اوکرایین او روسیې جګړې په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي.
اوکرایین وايي د دغه هېواد اودېسه ښار ته ورڅېرمه پر سوېلي میکولایف ښار تېره شپه د روسیې "پراخه" بمباري روانه وه. میکولایف د اوکرایین مهم بندري ښار دی.
هلته یو هوټل لګېدلی او ویجاړ شوی، دوه ښوونځي او د خدمتونو دفتر او ځینې کورونه زیانمن شوي دي.
پر میکولایف ښار مخکې هم بریدونه شوي. په ورته وخت کې روسیې په نیول شوې کریمیا کې د خپلو سمندري ځواکونو د ورځې لمانځل لغوه کړي دي.
د لغوه کېدو لامل یې په تور سمندر کې د اوکرایین د بې پیلوټه الوتکې برید ګڼل شوی چې وايي د دوی سمندري ځواکونو قومندانۍ ته خطر پېښولی شي.
خو د اوکرایین یوه جګپوړي چارواکي سیرهي برتچوک د روسیې دا ادعا رد کړې ده.
روسي ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کریمیا له خپلې خاورې سره ضمیمه کړه. د روسیې دا ګام په نړیواله کچه وغندل او ناقانونه وګڼل شو او پر روسیې یولړ بندیزونه هم ولګول شول.
په روسیه کې هر کال د سمندري ځواکونو ورځ لمانځل کېږي. ولسمشر ولادیمیر پوتین به پخپل پلرني ښار سن پیټرزبرګ کې جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړي.
زېلېنسکي ملکي خلکو ته له ډونېڅک سیمې د وتلو امر کړی
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د دغه هېواد ختیځ کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ډونېڅک سیمې ټولو ملکي خلکو ته د وتلو امر کړی دی.
نوموړي ویلي هلته ښايي د روسي او اوکراییني ځواکونو ترمنځ جګړه سخته شي.
ښاغلي زېلېنسکي خپله شپنۍ وینا کې زیاته کړې چې له سیمې وتونکو سلګونه زره خلکو ته به "بشپړ ملاتړ" برابر شي.
هغه ویلي "څومره ډېر خلک چې اوس له ډونېڅک سیمې ووځي، روسي ځواکونه به د هماغوره کمو کسانو وژلو ته وخت پیدا کړي. موږ به ټول شته فرصتونه وکاروو چې د امکان تر حده ډېر کسان وژغورو او څومره ډېره چې شونې وي د روسیې ترهه محدوده کړو."
هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې ډونېڅک سیمې پر اولېنیوکا زندان د جمعې ورځې راکټي بریدونو کې تر ۵۰ ډېر د اوکرایین جنګي بندیان ووژل شول.
روسیه او اوکرایین د دغه برید مسوولیت پر یو بل اچوي.
کیېف د ملګرو ملتونو او سره صلیب لخوا په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې وه او تازه مسکو هم دغه نړیوال سازمانونه په اړه د څېړنو بلنه ورکړې.
سره صلیب هم ویلي چې اولېنیوکا زندان ته یې د لاسرسي غوښتنه کړې خو تر اوسه اجازه نه ده ورکړ شوې.
د "ذلیل مرګ" پیغام او د کیېف غبرګون
اوکرایین تر هغې وروسته روسیه "ترهګر دولت" بللی چې بریتانیا کې یې سفارت پر خپل ټویټ ولیکل د اوکرایین د ازوف لېوا سرتېري په ځړولو سره د "ذلیل مرګ" مستحق دي.
د روسیې سفارت دا ټویټ تر هغې وروسته کړی چې د جمعې پر ورځ د اوکرایین ختیځ کې د دوی تر کنټرول لاندې د ډونېڅک سیمې پر اولېنيوکا زندان د توغندیو برید کې تر ۵۰ ډېر جنګي بندیان ووژل شول.
د رپوټونو له مخې په دوی کې د ازوف لېوا یو شمېر سرتېري هم وو.
روسیه او اوکرایین د دغه برید مسوولیت پر یو بل اچوي.
ټویټر منلې چې لندن کې د روسیې سفارت پر اکونټ دغه خپور شوی پیغام د دې خواله رسنۍ د کرکجن چلن له اصولو" سره ټکر کې دی، خو زیاته کړې یې ده چې پرېښودل به یې د خلکو په ګټه وي.
د اوکرایین پر حکومت سربېره د ټویټر ګڼو عامو کارنو هم پر دغه ټویټ غوسه ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي دې سیمه کې د ټولو پاتې ملکيانو د "اجباري وتلو" لارښوونه کړې.
نوموړي ویلي هلته ښايي د روسي او اوکراییني ځواکونو ترمنځ جګړه سخته شي.
ښاغلي زېلېنسکي خپله شپنۍ وینا کې زیاته کړې چې له سیمې وتونکو سلګونه زره خلکو ته به "بشپړ ملاتړ" برابر شي.
تر اوسه په دې اړه بشپړ جزییات نشته چې پر اولېنیوکا زندان برید څرنګه شوی.
د روسیې له اړخه خپرو شویو ویډیوګانو کې چې تایید شوې نه دي، لیدل کېږي چې د بندیانو چپرکټونه او مړي خواره واره پراته دي.
بریتانیا کې د روسیې سفارت تر دغه برید وروسته پر خپل ټویټر ولیکل چې د ازوف "یاغیان د اعدام مستحق دي، د توغندیو د وژلو مرګ نه، بلکې د ځړولو، ځکه دوی رښتینې سرتېري نه دي. دوی د ذلیل مرګ مستحق دي."
له دغه ټویټ سره یوه ویډیو هم خپره شوې چې یوه ښځه او مېړه پکې په خپل کنډواله شوي کور کې لیدل کېږي او وايي ازوف سرتېرو یې پر کورونو توغندي ویشتلي.
ازوف ځواکونه تېره مې میاشت د ماریوپول ښار د پولادو ازوفستال کارخانه کې تر څو اوونیو سخت مقاومت وروسته تسلیم شول.
د دوی کنډک په ۲۰۱۴ کال د توندلارو ښي اړخو اوکراییني ملتپالو لخوا جوړ او وروسته بیا د دغه هېواد ملي ګارد کې مدغم شو.
روسیه له اوږدې مودې تور پورې کوي چې دغه کنډک کې نازیان او جنګي مجرمان راټول شوي او په دې توګه غواړي پر اوکرایین خپل یرغل توجیه کړي.
د اوکرایین د ولسمشرۍ د دفتر رییس اندري یېرماک پر ټېلېګرام لیکلي "روسیه یو ترهګر هېواد دی."
هغه زیاته کړې "۲۱مه پېړۍ کې یوازې وحشیان او ترهګرو کولی شي په دېپلوماتیکه کچه وايي چې خلک هېڅ په هېڅه ځړولو سره د اعدام مستحق دي. د روسیې فېدراتیف د ترهګرۍ ملاتړی دولت دی. نورو څه شواهدو ته اړتیا لرئ؟"
کیېف غوښتنه کړې چې ملګرو ملتونو او سره صلیب ته دې د اولېنیوکا زندان د پېښې په اړه د څېړنې اجازه ورکړ شي.
اوکرایین وايي روسیې پر دې زندان برید ځکه کړی چې هلته د ربړونو شواهد لمنځه یوسي.
د دغه هېواد ولسمشر ولادومیر زېلېنسکي دا پېښه "د روسیې قصدي جنګي جرم" بللی.
د اوکرایین بهرنیو چارو وزارت ویاند اولېګ نیکولېنګو هم پر خپل ټویټر لیکلي چې "د روسي دېپلوماتانو چې د اوکرایین د جنګي بندیانو اعدام غواړي او روسي ځواکونو ترمنځ چې اولېنیوکا کې همدا کار کوي، هېڅ توپیر نشته."
هغه زیاته کړې چې "دوی ټول دغو جنګي جرمنو کې شریک دي او باید حساب یې ورسره وشي."
د روسیې دفاع وزارت بیا وايي چې دا برید د امریکایي هېمراس توغوونکي سیستم په وسیله شوی او پړه یې پر اوکراییني لوري اچوي.