روسیه وايي په یوه چاودنه کې ۴۰ اوکراییني بندیان وژل شوي

د خپرېدو وخت

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی، دونیڅک کې د بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې پر یوه زندان کې د اوکرایین توغندیز برید ۴۰ اوکراییني زندانیان وژلي دي.

همدارنګه روسيي چارواکو ادعا کړې چې د اولینیفکا پر زندان د توغندي د لګېدو له کبله ۷۵ نور زندانیان ټپیان شوي دي.

بي بي سي په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو پخلی نه دی کړی.

خو د اوکرایین پوځ نه یوازې دا چې له خپلې خوا توغندي برید رد کړی، ترڅنګ یې روسیه تورنه کړې چې خپله یې پر زندان ډزې کړې دي.

بلخوا ویل کېږي چې مسکو هڅه کوي په سیمه کې د شکنجې نښې له منځه یوسي.

د اوکرایین لوی درستیز وايي: "روسیي نیواکګرو خپله جرمي موخې ترسره کړې، او اوس اوکرایین په "جنګي جرمونو" تورنوي، دوی د شکنجو د پټولو هڅه کوي او دا ډزې هم د روسیې د وسله وال ځواک د فدراسیون مشر په امر شوې. "

دی وايي، "دښمنه روسیه خپله تبلیغاتي جګړه مخ ته بیايي او هڅه کوي چې اوکراییني سرتېري په ولسي وژنه تورن کړي او خپل ناوړه اعمال پټ کړي. "

د روسیې په دولتي ټلویزیون داسې انځورونه خپاره شوي چې له یوې ودانۍ لوګي وځي او په دې انځورونو کې د انسانانو پاتې شوني هم ښکاري.

بي بي سي په خپلواکه توګه دا انځورنه نه شي تاییدولی، خو تحلیلونه دا په ډاګه کوي چې پر ودانۍ اور لرونکې وسله لګېدلې او د توغندي د لګېدو نښې نه ښکاري.

د روسیې په ملاتړ د بېلتون غوښتونکو یوه ویاند دانییل بیزسونوف ویلي، برید مخامخ د زندانیانو پر بلاک شوی دی او ښايي د وژل شویو شمېر نور هم زیات شي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، برید د امریکا له خوا جوړې شوې توپخانې له لورې توغول شوی. او اوکرایین یې په یوه پاروونکي عمل تورن کړ.

د دغه وزارت ویاند ډګرجنرال ایګور کوناشینکوف هم ویلي، په برید کې د زندان اته کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.

په ماریوپول کې د فولادو فابریکې له اوږدې محاصرې وروسته، یو شمېر اوکراییني سرتېري روسیې ته تسلیم شوي وو چې اولینیفکا زندان ته لېږدول شوي دي.

هغه مهال اوکراییني پوځیانو څو اوونۍ پرله پسې د روسیې بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړ خو د مې په میاشت کې د توپخانې او هوايي بریدونو له کبله روسیې ته تسلیم شول.

اوکراییني چارواکو ویلي، په اولینیفکا کې د جګړې بندیان شکنجه شوي هم دي.