اوکرایین ملګرو ملتونو او سور صلیب ته د دونېڅک پر زندان د برید پلټنې اجازه ورکړې

د خپرېدو وخت

اوکرایین ملګرو ملتونو او د سور صلیب ته د بېلتونپالو تر واک لاندې دونېڅک سیمه کې د جګړې د څه باندې ۵۰ بندیانو د وژل کېدو څېړلو ته اجازه ورکړې ده.

د اوکرایین د وسله وال ځواک مشرتابه له ملګرو ملتونو او سور صلیب غوښتي چې د دغو مړینو په اړه څېړنه وکړي، اوکرایین ګومان کوي چې روسیې د جګړې د بندیانو د معاملې پټولو پخاطر پر زندان برید کړی.‌

سور صلیب وايي،‌ هڅه کوي زندان ته د مرستې رسولو او د ټپیانو لېږدولو کې یوه لار ومومي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "لومړیتوب مو دا دی چې ډاډمن شو ټپیان درملل کېږي او د وژل شویو کسانو مړي په درنښت راویستل شي".

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د اورکرایین پر یوه زندان برید کې لږترلږه د جګړې ۴۰ اسیران وژل شوي.

که څه هم چارواکي وايي، اولینیویکا کې پر توقیفځي برید کې ۷۵ بندیان ټپیان شوي دي، خو بي بي÷ سي له خپلواکو سرچینو دا خبر تایید نه شو کړای.

د اوکرایین پوځ رد کړې چې ګنې دوی توغنديز برید کړی او پر ځای یې پر روسیه تور لګولی چې پر زندان یې برید کړی.

دوی وايي، مسکو هڅه کوي په سیمه کې د ربړولو ثبوتونه له منځه یوسي.

بي بي سي په خپلواکه توګه دا انځورنه نه شي تاییدولی، خو تحلیلونه دا په ډاګه کوي چې پر ودانۍ اور لرونکې وسله لګېدلې او د توغندي د لګېدو نښې نه ښکاري.

د روسیې په ملاتړ د بېلتون غوښتونکو یوه ویاند دانییل بیزسونوف ویلي، برید مخامخ د زندانیانو پر بلاک شوی دی او ښايي د وژل شویو شمېر نور هم زیات شي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، برید د امریکا له خوا جوړې شوې توپخانې له لورې توغول شوی. او اوکرایین یې په یوه پاروونکي عمل تورن کړ.

د دغه وزارت ویاند ډګرجنرال ایګور کوناشینکوف هم ویلي، په برید کې د زندان اته کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.

په ماریوپول کې د فولادو فابریکې له اوږدې محاصرې وروسته، یو شمېر اوکراییني سرتېري روسیې ته تسلیم شوي وو چې اولینیفکا زندان ته لېږدول شوي دي.

هغه مهال اوکراییني پوځیانو څو اوونۍ پرله پسې د روسیې بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړ خو د مې په میاشت کې د توپخانې او هوايي بریدونو له کبله روسیې ته تسلیم شول.

اوکراییني چارواکو ویلي، په اولینیفکا کې د جګړې بندیان شکنجه شوي هم دي.

اوکرایین وايي، روسي یرغلګرو جرمونه کړي، چې اوکرایین د جګړې په جرمونو تورن کړي او د بندیانو ربړولو او وژلو خپل جرم پټ ‌وساتي.

د روسیې په تلوېزیون کې یوه ودانۍ ښکاري چې لوګی ترې پورته کېږي، ښکاري چې ځینې انسان یې داخل کې دي.