تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لولو روز: ګلابي رنګه الماس چې درې پېړۍ یې ساری نه دی موندل شوی
د سویلي افریقا په انګولا کې یو ۳۴ ګرامه ګلاب رنګه الماس موندل شوی، چې باور کېږي په تېرو ۳۰۰ کلونو کې د دې رنګ تر ټولو ستر الماس دی.
دې الماس ته د "لولو روز" یا ګلاب نوم ورکړل شوی. له دې مخکې له یوې ډبرې یو بل الماس موندل شوی و، چې دریای نور نومېد، ۱۸۵ قیراطه و او اوس د ایران په شاهي ګاڼه کې شامل دی.
لولو ګلاب اې - ۲ ډوله الماس دی، چې ناخالصه برخه یې یا خورا لږ ده او یا یې له سره نه لري.
د انګولا د کانونو وزیر ډیمانټینو ایزویدو په دې هکله وویل: "دې ریکارډ او په زړه پورې ګلابي الماس چې له لولو ډبرې څخه ترلاسه شوی په نړۍ کې د انګولا اهمیت خورا زیات کړ."
دا له لولو کانه ترلاسه شوی پنځم لوی الماس دی.
په هغه کان کې چې دا الماس پکې موندل شوی، د اسټرالیا لوکاپا ډایمنډ شرکت او د انګولا حکومت په ګډه پانګونه کړې ده.
په تېرو وختونو کې دې ته ورته الماس په لسګونو میلیونه ډالرو پیرودل شوي، چې یو یې د ګلابي ستوري په نوم پېژندلی کېږي.
هغه الماس په ۲۰۱۷ کال کې د هانګ کانګ په یوه لیلامي کې په ۷۱،۲ میلیون ډالرو پلورل شوی و.
تر ټولو لوی پېژندل شوی ګلابي الماس بیا دریای نور دی، چې په هند کې موندل شوی، د کارپوهانو په باور له یوې لویې ډبرې څخه لاسه ته راغلی او اوس د ایراني شاهي تاج د ګاڼو برخه ده.
له همدې ډول ډبرې څخه یو بل الماس هم تر لاسه شوی دی. تر ټولو لوی خام الماس چې په هر ډول رنګ کې پیدا کېږي د کولینان الماس دی. دا الماس په ۱۹۰۵ کال کې په سویلي افریقا کې وموندل شو.
هغه ۳،۱۰۷ قیراطه الماس چې نیم کیلو ګرامه وزن لري په ۱۰۵ بېلابېلو ټوټو ویشل شوی دی. له دې ټوټو تر ټولو لویه هغه سولینان - ون نومېږي چې تر ټولو ستر توږل شوی الماس دی او اوس د بریتانیا شاهي ګاڼې یوه برخه ده.