د پولیسو هغه مشره چې د لوړ خیال هرې نجلۍ ته یو مثال ده

د خپرېدو وخت

منیشا روپیتا په پاکستان کې لومړنۍ ښځینه هندو پولیسه ده. اغلې روپیتا د پولیسو لومړنۍ لنډمهالې زدکړې د کراچۍ په لیاري سیمه کې کړې دي.

نوموړې د سند يوې وړې او وروسته پاتې سیمې جيکب اباد اوسېدونکې ده. منیشا روپیتا خپلې لومړنۍ او ثانوي زدکړې خپله سیمه جیکب اباد کې کړې دي.

پاکستانۍ پولیسه منیشا وايي: "په جیکب اباد کې خلک ډېر لېواله نه دي چې نجونې لوړې زدکړې وکړي او که کومه نجلۍ غواړي لوړې زدکړې وکړي ډاکټري ورته مناسب مسلک ګڼل کېږي."

د منیشا پلار د سند ایالت د جیکب اباد په کوچني او وروسته پاتې ښار کې یو سوداګر و. نوموړې دیارلس کلنه وه چې پلار یې مړ شو.

د منیشا مور خپل پنځه ماشومان په یوازې سر ستر کړل او څو کاله مخکې یې د خپلو بچو ښه تعلیم او ښې راتلونکې لپاره کراچۍ ته کډه وکړه.

د یادې پاکستانۍ پولیسې درې خویندې ډاکټرانې دي. د نوموړې یوازېنی او کوچنی ورور هم د طب مدیریت برخه کې زدکړې کړې دي.

منیشا هم د ډاکټري زد کړو لپاره ازموینه ورکړې وه او په یوې نومرې سره پاتې راغله خو وروسته یې بیا فزیکل تراپي ولوسته.

له دې وروسته یې بیا د عامه چوپړونو په برخه کې د زدهکړو هوډ وکړ چې په ازموینه کې د څه باندې ۴۰۰ زده کوونکو ترمنځ په ۱۶ نمبر بریالۍ شوه.

"دا سوچ باید ختم شي چې د ښې کورنۍ نجونې پولیسو کې دنده نه اخلي"

په پاکستان کې لا هم د پولیسو مرکزونه او محکمې د ښځو لپاره نامناسب ځایونه ګڼل کېږي.

همدا لامل دی چې د اړتیا په وخت کې ډېری ښځې د کور له نارینه وو سره یوځای یادو ادارو ته ورځي.

ستاسو د ډېرو په ذهن کې به دا پوښتنه وي چې منیشا ولې د ټولنې او د ښیې کورنیو نجونو خلاف او له معموله لرې د پولیسو مسلک غوره کړ؟

منیشا خپله د دې پوښتنې ځواب وايي: "زه د پولیسو تر ښه اغیز لاندې وم له هغوی ما الهام اخیسته. ما ته دا مسلک د ښځو لپاره ځواک بښونکی معلومېده."

نوموړې وايي، د کار اصلي انګیزه مې ښځینه پولیسو رامنځ ته کول دي. منیشا په ډیرې لیوالتیا سره وویل:"غواړي دا سوچ له مینځه یوسي چې 'د ښو کورنیو نجونې د پولیسو لیکو ته نه ځي."

"مونږ ان د مسلکونو ترمنځ هم توپیرونه رامنځ ته کړي چې په نارینه او ښځینه مو وېشلي دي. دا موږ یو چې وايي کوم مسلک د کوم جنسیت لپاره مناسب دی. "

منیشا وايي، زما باور دا دی چې کومه ټولنه کې ښځې تر ټولو نورو وګړو ډېرې د ظلم ښکار شوې وي هغه ټولنې کې همدا ښځې باید ساتونکې هم وي.

نوموړې وايي، موږ ساتونکو ښځو ته ډېره اړتیا لرو ځکه مې هر وخت غوښتل چې پولیسه شم. خو خلکو به هر وخت راته ویل چې یوه نجلۍ د پولیسو افسره نه شي کېدای.

له هغه راهیسې چې منیشا پولیسه شوې د هندوانو په شمول ټول ملت د هغې ستاینه کوي.

منیشا وايي، چې د هغې ځینې نږدې خپلوان داسې احساس کوي چې هغه به د ډیر وخت لپاره به په دې مسلک کې پاتې نشي.

"دا زما په اړه د دوی انګیرنه نه ده، بلکې زموږ ټولنیز دریځ دی چې یوه نجلۍ نشي کولی پولیسه شي."

منیشا وويل: "ما ته داسې ښکاري چې په يوه يا دوو کلونو کې به دا خلک پخپله خپله خبره بيرته واخلي او ښايي خپله لور د پولیسو افسره کړي. "

"د پولیسي مسلک لپاره ښځینه وګړي غوره دي"

مخکې له دې منیشا ته د پولیسې افسرې ( ډي ایس پي) پوره مسولیت ور لغاړې شي هغې په وروسته پاتې لیاري سیمه کې لومړنۍ روزنه لیدلې وه/هغه په وروسته پاتې لیاري سیمه کې روزل شوې وه.

اوس نوموړې د ای ایس پي امیر عاطف تر څارنې لاندې روزنه ترلاسه کوي.

ولې ورته د محترمې مشرې"میډم سر" لقب کاروي؟

منیشا وايي:"زه اندیښمنه وم چې د یوې میرمنې په توګه به عملي ډګر کې ښه راغلاست راته ونه ویل شي، خو داسې نه وه. دلته هر څوک ما ته محترمې مشرې "میډم سر" په لقب یادوي.

د هغه په وینا، "هیڅ زیان نه دی، ځکه چې د (سر سره) ماډم اضافه شوی او شیان (ورو) بدلیږي.

نوموړې وايي، هېڅ زیانه دی اوښتی او نه څه له منځه تللي دي یوازې ځینې شیان بدل شوي دي لکه د مشر (Sir) ترڅنګ محترمې مشرې (Madam Sir)کلمه اضافه شوې ده.

"د هرې هغې نجلۍ انځور یم چې لوی خوبونه ویني"

منیشا هیله منه ده چې په راتلونکې کې به ډېرې ښځې په ځانګړې توګه د لږکیو ښځې به د پولیسو په لیکو کې شاملې شي.

" زه نه یوازې د خپلې ټولنې (هندو) استازې یم بلکې زه د هرې هغې نجلۍ انځور یم چې غواړي په ژوند کې یو څه رونه جوړ شي."

"هغه نجلۍ چې له یوې کوچنۍ سیمې سره تړاو لري خو لوی خوبونه ویني."

د منيشا په وينا، هغه له کومې مرستې پرته ازموينو کې بریالۍ شوه او اوس په يوه خصوصي اکاډمۍ کې هم درس ورکوي.

اوس منیشا یادو ازموینو لپاره د نورو نجونو هڅولو او چمتوکولو باندې بوخته ده.

هغه په دې باور ده، که په کافي اندازه نجونې د هغې په لارښونې سره په مختلفو مسلکونو کې پرمخ ولاړې شي، نو دا به ډېره پرې خوشحاله شي.