خیبر پښتونخوا کې د بې درکه کسانو نومونو ثبتول پیل شوي

د خپرېدو وخت

په پاکستان کې د ورکو شويو کسانو د کره شمېر معلومولو لپاره يوې نادولتي موسسې کار پيل کړى دى.

د بشري حقونو د دفاع ټولنې په پېښور کې د ورک شويو کسانو په نوم ليکلو لاس پورې کړى دى.

په پاکستان کې د ورک شويو کساتنو کره شمېر معلوم نه دی، خو ځينې وايي، ښايي په لسګونو زره وي.

هلته يو وخت د محاکمو له لوري د همدې موضوع په تړاو يو کمېشن جوړ شو، خو د قربانيانو کورنۍ وايي کوم درد يې نه دى دوا شوى.

په دې هکله نور حال له پېښوره د بي بي سي خبریال رحمان الله په دې رپوټ کې اورو او وینو.