تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مقتدی صدر پلویان تر څو ګړۍ یرغل وروسته د پارلمان له ودانۍ ووتل
- Author, جیمز پیتزګیرالډ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د عراق پلازمېنه بغداد کې سلګونه مظاهره کوونکي هغې سیمې ته رسېدلي، چې کلک امنیت یې ساتل کېږي او د دې هېواد پارلمان ودانۍ ته ننوتي دي.
دوی له څو ګړۍ وروسته د خپل مشر مقتدی صدر له غوښتنې وروسته له پارلمان ووتل.
د شیعه مذهبي مشر مقتدی الصدر پلویان د لومړي وزارت لپاره د خپل سیال د کاندید کېدو مخالفت کوي. د ښاغلي الصدر سیاسي ایتلاف د تېر کال په اکتوبر کې د پارلمان پر ډېرو څوکیو بریا ترلاسه کړه، خو له ټاکنو وروسته په ټپه ولاړ حالت واک ته د دوی د رسېدو مخنیوی کړی.
رپوټونو کې ویل شوي، پولیسو پر مظاهره کوونکو اوښلن ګاز کارولی او اوبه یې پرې شېندلې دي.
د یادونې ده چې په دې سیمه کې د سفارتونو په ګډون مهمې دولتي ودانۍ شته، چې کلک امنیت یې ساتل کېږي. هغه وخت چې مظاهره کوونکي د پارلمان ودانۍ ته ننوتل، هلته د خلکو استازي نه وو.
یوې امنیتي سرچینې اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، امنیتي ځواکونو په لومړي سر کې چې مظاهره کوونکو د پارلمان پر ودانۍ یرغل وکړ، د دوی مخه ونیوه.
د عراق اوسني لومړي وزیر مصطفی الخادمي په داسې حال کې له مظاهر کوونکي د ودانۍ پرېښوولو غوښتنه کړې، چې دوی په ودانۍ کې دننه، سندرې ویلې، پر میزونو پراته وو او نڅا یې کوله.
دا پېښه په عراق کې له نهو میاشتو راهیسې د روان سیاسي کړکېچ پایله کې رامنځته شوې، چې له کبله یې بېلا بېل سیاسي اړخونه د یوه حکومت په جوړولو نه دي بریالي شوي.
شیعه مذهبي مشر مقتدی الصدر، چې په عراق کې یې د امریکا مداخلت سره اختلاف کړی و، د اکتوبر میاشتې له ټاکنو وروسته د أنصار الصدر په نامه د خپل سیاسي ايئتلاف بریا اعلان کړه.
خو له سیاسي مخالفینو سره له ګډ کاره د ښاغلي الصدر انکار د دې لامل شوی، چې په هېواد کې یو حکومت رامنځته نه شي. مقتدی الصدر او د ده پلویان د لومړي وزارت لپاره د محمد السوداني د کاندید کېدو مخالفت کوي، چې د دوی په باور ایران ته ډېر نژدې دی.