تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې د اوکرایین د پوځ غړي په جنګي جرمونو تورن کړل
مسکو د اوکرایین د وسله والو ځواکونو ۹۲ غړي په بشریت ضد جنایتونو تورن کړي دي.
د روسیې د څېړنو کومېټې مشر الکساندر باستریکین ویلي چې له ۱۳۰۰ د ډېرو جرمي قضیو پر څېړنه کار پیل شوی.
هغه د دغو کسانو محاکمه کېدو ته د ایران، سوریې او بولیویا په ګډون د ځینو هېوادونه په ملاتړ د یوې نړیوالې محکمې د جوړېدو وړاندیز هم کړی.
ښاغلي باستریکین ويلي دغه هېوادونه د اوکرایین په تړاو خپلواک دریځونه لري.
د نوموړي په وینا د اوکرایین د ۵۱ پوځي قوماندانانو په ګډون ۹۶ کسان تر څار لاندې دي.
ښاغلی باستریکین وایي دغه کسان "د بشر د سولې او امنیت پر وړاندې جرمونو" کې ښکېل دي.
بي بي سي په خپلواکه توګه د مسکو دا تور نشي تاییدولی او کیېف هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
اوکرایین بیا روسیې سره روانه جګړه کې د جرمنو په اړه خپلې څېړنې کوي.
دغه هېواد روانه میاشت وویل چې د روسي ځواکونو له ۲۱ زرو مورده د ډېرو جنګي جرمنو او تېري په څېړنه بوخت دي.
له دې سره د جرمنو نړیوالې محکمې (ای سي سي) هم چې اوکرایین یې "د جنایت صحنه" بللې، دغه هېواد ته د څېړونکو او متخصصانو یوه ډله استولې ده.
کرملېن دا نه مني چې اوکرایین کې دې یې جنګي جرمونه ترسره او ملکي خلک په نښه کړي وي.
د مسکو ادعا اکثرآ دا وي چې د اوکرایین حکومت پخپله پر خپلو تاسیساتو توغندي وروي او خپل ملکي خلک وژني.
خو دا تور په پراخه کچه د نړیوالو مشرانو لخوا رد شوی دی.
د روسیې د څېړنو کومېټې مشر لوېديځ په زغرده د "اوکراییني نشنلیزم" په ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې له همدې کبله د ملګرو ملتونو په ملاتړ محاکمه شک سره مخ ده.
د هغه ویلي چې د اوکرایین پر سلګونو پوځي او سیاسي اهدافو سربېره د دغه هېواد د روغتیا وزارت د کارکوونکو په تړاو هم څېړنې روانې دي چې دی پرې د کومو اسنادو او شواهدو له ښودلو پرته د ډله ییزو وژنو وسلو د جوړلو تور لګوي.
الکساند باستریکین د بریتانیا، امریکا، کاناډا، هالنډ او ګرجستان د کرايي کښه جنګیالیو خبره هم کړې ده.
د اوکرایین ختیځ کې د روسیې له ملاتړه یوې برخمنې محکمې تېره جون میاشت کې دوه بریتانوي او یو مراکشی سړی، چې د اوکرایین په ملاتړ جګړه کې نیول شوي وو، په عمري بند محکوم کړل.
روسیې دوی کرايي کښ جنګیالي بللي خو د دغو بریتانویانو کورنیو ویلي چې هغو د اوکرایین پوځ کې خدمت کاوه.
بلخوا تېره می میاشت د اوکرایین جګړې له پيل راهیسې د جنګي جرم لومړنۍ محاکمه ترسره شوه چې محکمې پکې د روسیې د ټانک یو قوماندان د یوه ملکي کس د وژلو په جرم په عمري بند محکوم کړ.