تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په اسمان کې ډاروونکې ګلابي رڼا اسټرالیایان حیران کړل
کله چې د اسټرالیا یوه ښارګوټي په اسمان کې ګلابي رنګه رڼا خپره شوه، یوې ځايي ښځې تامې ژوموسکي فکر کاوه، د قیامت ورځ راورسېده.
دا وايي: د '' یوې ښې، ارامې مور په حیث مې ماشومان ته ویل، د اندېښنې خبره نه ده، خو په زړه کې مې ویل، دا نو څه تندر دی. ''
رڼا د ویکټوریا میلدورا ښارګوټي په څنډو کې د بنګو له یوې کروندې خپرېده. خو د نورو هک حیرانو ځايي خلکو په څېر د اغلې ژوموسکي ذهن هم بل لور مصروف و، دوی له ځانه ګوماني پوښتنې کولې، ایا فضايي مخلوقاتو پر ځمکه یرغل کړی، یا شهاب ثاقب راولوېد؟
''داسې حال کې چې مور په ټیلیفون کې غږېده، پلار مې یو بل لور ګرځېد، له ځانه سره مې ویل، ښه به دا وي چې په بیړه مې خپل چای وڅښم، ځکه زیاتي نو دنیا ختمېږي. بیا مې مور راته ویل، نو چې دنیا ختمېږي، د چایو څښل ولې مهم شول؟ ''
دا د یوې بلې ځايي اوسېدونکې نیکیا چیمپین خبرې دي چې وايي، مخکې له دې چې پوه شي، رڼا له ځمکې سرچینه اخیسته، فکر یې کاوه، ګلابي رنګه سپوږمۍ راختلې ده.
دې بی بي سي ته وویل: ''د نړۍ ختمېدو دغه ډول تصور مې په ذهن کې ګرځېد. ''
د بنګو پټې کروندې؟
اسټرالیا په ۲۰۱۶ کال کې د طبي اړتیا لپاره د بنګ کارولو اجازه ورکړه، خو د تفریح لپاره یې کارول ممنوع کړي دي.
له هغه راهیسې د بېلا بېلو ناروغیو لپاره ۲۶۰ زره کسانو ته د بنګ کارولو سپارښتنه شوې. ویل کېږي، دا سپارښتنې د سخت درد، ناکرارۍ او بې خوبۍ درملنې لړ کې ورکړل شوې دي.
د اسټرالیا روغتیايي چارواکي وايي، له ۲۰۱۹ راهیسې د دې سپارښتنو شمېر دوه برابره ډېر شوی دی او ډېره برخه یې د کوینزلنډ اوسېدونکو ته ورکړل شوې ده.
بل لور د چرسو کارولو لړ کې د جرمونو او تورونو شمېر هم لږ نه دی او د دوه زره اتلس - نولس کلونو موده کې څه باندې ۷۱ زره کسان په قانوني توګه تعقیب شوي دي.
د امنیتي ملحوظاتو له کبله د بنګو یو څو کروندې چې شته، هغه هم پټې ساتل کېږي، خو د یوې کروندې راز برالا شو. سوربخونه رڼا د بوټې ودې لپاره کارول کېږي او په تروږمۍ کې یې کاروي.
د کن ګروپ نومي تولیدوونکي شرکت یوه ویاند په خبره پر چارشنبه یې کار نه ورکاوه او دا چې اسمان وریځو نیولی و، د لمر لویده په شان منظره یې رامنځته کړه.
اغلې چمپین وايي، وروسته چې پوه شوم، له خندا شنه وم، فکر مې کاوه، لویه خبره به وي، خو وروسته معلومه شوه چې د طبي چرسو پخولو رڼا وه.