تایلنډ د بنګو کرلو او سوداګرۍ اجازه ورکړه

د خپرېدو وخت

که څه هم په اسیا کې تایلنډ یو له هغو هېوادونو دی چې په ټوله کې د نشه یي توکو پر کر ، تولید او کارولو یې سخت بندیزونه لګولي، خو د دې هېواد حکومت پرېکړه کړې چې له دې وروسته د بنګو بوټي کرل او د محصول پېر او پلور یې لکه د پخوا په څېر منع نه دی.

تایلنډ حکومت د خلکو د هڅولو لپاره د چرسو یو ميلیون بوټي خلکو ته ورکوي چې په خپلو مېنو کې یې وکري، خو ځینې شرطونه هم اېښودل شوي لکه دا چې د بنګو بوټي محصول باید له صفر اعشاره دوه سلنه کم ټیټراهایډروکانابینول یا ټي، ایچ سي ولري.

د چرسو د محصول په ترکیب کې دا هغه ماده ده چې انسان نشه کوي. هغه څوک چې غواړي خپله مېنه کې د بنګو بوټی وکري باید له اړونده حکومتي ادارې سره خپل نوم او ادرس ثبت کړي. بل شرط دادی چې هرڅوک په خپله مېنه کې یوازې شپږ بوټي کرلای شي او یوازې هغه شرکتونه د دې بوټي د محصول کاروبار کولای شي چې د حکومت له خوا ځانګړی جواز ورکړل شوی وي.

په آسیا لویه وچه کې تایلنډ هغه لومړی هېواد و چې په ۲۰۱۸ کال کې یې اجازه ورکړه چې د بنګو بوټي محصول په قانوني توګه د درملنې لپاره وکارول شي.

خو د تایلنډ د حکومت دا پرېکړه په دې معنی نه ده چې خلک کولی شي چرس د یوه نشه یي توکي په توګه وکاروي. هلته د چرسو نشه لا هم منع ده. د دې ترڅنګ تایلنډ کې د چرسو ملاتړي هلې ځلې کوي چې پاتې بندیزونه هم لېرې کړل شي.

د نوې پرېکړې پر بنسټ تایلنډ کې د درملنې مرکزونه هم کولای شي چرس د درملنې لپاره وکاروي. په هوټلونو او رسټوراټونو کې هم د بنګو بوټي اړوند محصولات پلورل کېدای شي.

چرس چې لکه د نورو هېوادونو په افغانستان کې هم د یوه نشه يي توکي په توګه یې کرل او کارول منع دي، هغه نشه یې توکی دي چې د نړۍ په ځینو هېوادونو کې یې د ازاد کارولو او پلور او پیر لپاره هلې ځلې کېږي.

ډاکټران وايي دا بوټی درد لېرې کوي، خو داسې کره ثبوت نشته چې وښيي بنګ د کومې ناروغۍ علاج هم کوي.

په پاکستان کې حکومت دوه کاله وړاندې درملو کې د کارولو لپاره د محدودې اندازې بنګو کرلو اجازه ورکړه. د هغه مهال د پرېکړې له مخې بنګ به د حکومت تر څار لاندې کرل کېږي او خصوصي سکتور پکې شامل نه دی.

هغه مهال د پاکستان حکومت ویلي و د بنګو له کرلو به درې کلونو کې پاکستان د یو میلیارد ډالر په اندازه عاید ولري.