اسټرالیا کې زرغون چاپېریال له 'بوږنونکي' حالت سره مخامخ دی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, تیفاني ترنبول
- دنده, بي بي سي سډني
- د خپرېدو وخت
یو تازه راپور چې د وړاندینو پر بنسټ جوړ شوی وايي، د اسټرالیا چاپېریال په هېښونکي حالت کې دی او په پراخه توګه یې زرغون چاپېریال د کمېدو په حال کې دی.
د اسټرالیا د ایکولوژیکي سیسټمونو سروې چې په هرو پنځو کلونو کې ترسره کېږي ښيي چې په پراخه کچه ناڅاپي بدلونونه د اسټرالیا په چاپېریال کې لیدل شوي دي.
د اقلیم بدلون، د هوا ککړتیا، کان کېندنه او شمېرو نور انساني فعالیتونه د دې چارې لاملونه بلل شوي دي.
همدارنګه ویل کېږي چې طبیعي چاپیریال ته ورپېښ ګواښونه په سمه توګه نه اداره کېږي او همدا د لا زیاتو ستونزو لامل کېږي.
د اسټرالیا د چاپېریال وزیره تانیا پلیبرسیک وايي، دا رپوټ د "هېښوونکي" او "خواشینونکي " حالت کیسه انځوروي، او اړتیا ده چې نوې پالیسۍ او نوي قوانین جوړ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسټرالیا د چاپیریال په اړه دا ۲،۰۰۰ مخیزه راپور خپله د حکومت په سپارښتنه جوړ شوی.
اغلې پلیبرسیک وویل: "که موږ هغې تګلارې ته دوام ورکړو چې موږ یې له مخکې پرمخ وړو، ښايي دا منظرې، ارزښتناک ځایونه، ژوي او ونې، بوټي چې مونږ یې لرو زمونږ بچو او لمسیانو ته پاتې نه شي. "
په دا وروستیو کلونو کې، اسټرالیا د سختې وچکالۍ، بې سارې اور لګېدنې، لویو سمندرونو کې د بوټو رنګونه له لاسه ورکولو او ریکارډ سیلابونو سره مخامخ وه.
دغه راپور په ډاګه کوي چې اسټرالیا د خپل چاپېریال اداره کولو لپاره سم پلان نه لري او پر ځای یې د دولت په جنجالي سیستمونو تکیه کړې ده.
د راپور له مخې چاپېریال کې اړین بدلونونو راوستلو لپاره د فدرالي حکومت لګښتونه کم شوي دي او بلخوا خطرونه مخ په ډېرېدو دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه راپور تېر کال تېر حکومت ته سپارل شوی و، خو د مې میاشتې له ټاکنو وروسته خپور شو.
اغلې پلیبرسیک په یوه بیان کې وویل: "دا د اسټرالیا په چاپیریال کې د بحران او زوال او د یوې لسیزې د حکومت بې کفایتۍ او قصدي ناپوهۍ په ډاګه کوي."
خو اپوزیسیون وايي، د خپل حکومت پر مهال یې د پیاوړي چاپیریال ریکارډ جوړ کړی و.
اسټرالیا ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ۲۰۰۵ کال پرتله د کاربن کچه ۴۳ سلنه کمه کړي خو د تېر حکومت پر مهال د دې هېواد هدف ۲۶-۲۸ سلنه و.




















