د ایران مشهور فلم جوړونکی جعفر پناهي په ۶ کاله بند محکوم شوی

جعفر پناهي (ښي لاس ته) د (درې مخونه) فلم ډایرکټرۍ پرمهال چې د کېنز فلمونو جایزه یې وګټله

د عکس سرچینه، The Movie Partnership

د عکس تشریح، جعفر پناهي (ښي لاس ته) د (درې مخونه) فلم ډایرکټرۍ پرمهال چې د کېنز فلمونو جایزه یې وګټله
    • Author, رفیع برګ
    • دنده, بي بي سي نیوز
  • د خپرېدو وخت

د ایران قضايي اداره وايي، د جایزې ګټونکی ایرانی فلم جوړوونکی جعفر پناهي چې تېره اونۍ په تهران کې نیول شوی و په شپږ کاله بند محکوم شوی دی.

ایراني رسنۍ وايي، ښاغلی پناهي د ایوین زندان ته له تللو وروسته نیول شوی و.

ښاغلی پناهي یاد زندان ته د خپلو دوو همکارانو لیدو ته تللی و او دا همکاران یې له لاریونونو د ملاتړ په تور زنداني شوي وو.

د نوموړي مېرمن بي بي سي ته وویل، چې مېړه ته یې ساتونکو ویلي و چې اوږد مهاله زندان یې په انتظار کې دی.

طاهره سعیدي وايي: "دا لکه اختطاف داسې دی، د یو چا زنداني کول یو منظم رسمي بهیر لري. لومړی باید احضار شي. خو د یو چا زنداني کول هغه هم داسې کس چې له زندانه بهر لاریون کوي ډېرې پوښتنې پیدا کوي. دا یو اختطاف دی".

محمد رسولوف او مصطفی الاحمد د مې په میاشت کې په خواله رسنیو کې د اعتراضي لیکنې له کبله زنداني شوي وو.

د دوی لیکنې په ابدان ښار کې د یوې لس پوړیزې ودانۍ د نړېدو په تړاو وې چې ۴۰ تنه په کې وژل شوي وو.

هغه مهال دولتي خبري اژانس ایرنا راپور خپور کړ چې دوه فلم جوړوونکي "ګډوډۍ ته د هڅونې په تور او د ټولنې رواني امنیت خرابولو" په تور نیول شوي دي.

۶۲ کلن جعفر پناهي په نړیوالو فلمي فیسټیوالونو کې ډېرې جایزې ګټلې دي.

په دې کې د برلین د نړیوال فلم فستیوال غوره جایزه شامله ده.

په ۲۰۱۰ کال کې نوموړی د حکومت ضد پراخو لاریونونو د ملاتړ په تور ونیول شو چې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته راپورته شو.

هغه وروسته "د نظام پر ضد د پروپاګند" په تور محکوم شو او په شپږ کاله بند محکوم شو او د ۲۰ کلونو لپاره د فلمونو له جوړولو او بهر ته له سفر کولو منع شو.

د کېنز فسټیوال تېره اونۍ په یوه بیان کې وویل: "دا نیول په کلکه غندو همدارنګه په ایران کې د هنرمندانو په وړاندې د زور زیاتي او جبر څپې په ښکاره ډول په زیاتېدو دي. "