تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین جګړه؛ زېلېنسکي د استخباراتو مشر او لویه څارنواله ګوښه کړل
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د دغه هېواد د امنیتي خدمتونو سازمان "اېس بي یو" مشر "اېوان باکانوف" او لویه څارنواله "اېرینا وېنېدیکتوا" دغو دوو ځواکمنو ادارو کې د خیانت د ګڼو قضیو په خاطر ګوښه کړي دي.
ښاغلي زېلېنسکي ویلي د دغو ادارو تر ۶۰ ډېر پخواني کار کوونکي اوس د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې د اوکرایین خلاف کار کوي.
هغه زیاته کړې چې د قانون پلي کوونکو چارواکو خلاف د خیانت او دښمن سره د همکارۍ ټولټال ۶۵۱ قضیې پرانیستل شوې دي.
ښاغلي زېلېنسکي یوه ویډیويي پیغام کې ویلي "د هېواد د ملي امنیت بنسټ پر وړاندې د جرمونو داسې ټولګه [د دغو دوو ادارو] د اړوندو مشرانو په تړاو جدي پوښتنې راپورته کوي."
هغه زیاته کړې چې "دې هرې پوښتنې ته به سم ځواب ترلاسه شي."
له دندو ګوښه کړلو شویو چارواکو اېوان باکانوف او اېرینا وېنېدیکتوا تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
ښاغلی باکانوف چې د ولودومیر زېلېنسکي د ماشومتوب مهال ملګری دی، تر هغې وروسته له دندې لرې کېږي چې په ۲۰۱۴ کال د روسیې لخوا نیول شوې کریمیا کې د اوکرایین د امنیتي اژانس مخکینی مشر "اولېح کولېنیچ" ونیول شو.
پر ښاغلي کولېنیج د خیانت شک دی.
اوکرایین کې نور پرمختګونه
- کیېف کې چارواکو ویلي تر هغې وروسته چې دوی له خپلو لوېدیځو ملګرو د اوږد واټنه توغندیو نور سیستمونه ترلاسه کړل، روسیې د تورې بحیرې له کریمیا خپلې ډېرې جنګي بېړۍ ورهاخوا ختیځ کې د نوروسیسک بندر ته ولېږدولې.
- د روسیې پخواني ولسمشر دمیتري مېدوېدوف چې اوس د دغه هېواد د امنیت شورا مرستیال دی، اوکرایین ته ګواښ وکړ چې که پر کریمیا برید وکړي نو "قیامت" به وګوري.