اوکرایین جګړه؛ دونباس کې د مړو راټولوونکی چې وايي حساب ترې ورک دی

د خپرېدو وخت

الېکسي یاکوف وايي د تېرو پنځو میاشتو پر مهال د اوکرایین ختیځ دونباس سیمه کې د راټولو کړو مړو حساب ترې ورک دی.

نوموړی وايي فکر کوي چې ښايي تر ۳۰۰ ډېر مړي به یې ټول کړي وي، خو پر دغه شمېر مطمین نه دی.

الېکسي او ملګري یې جګړه کې د وژل شویو روسي او اوکراییني سرتېرو او ملکي خلکو په مړو پسې خپل یخچال لرونکی وان موټر ګرځوي، چې د سره صلیب نښه پرې کښل شوې.

د دوی دغه ماموریت د جګړې لومړی کرښې ته څېرمه او له خطره خالي نه وي.‌

نوموړی وايي "موږ رخصت نه لرو. پرله پسې کار کوو. تتل په سفر، تحقیق، لټون او ترانسپورت بوخت یو."

کم عمقه خندقونو کې د ښخو شویو روسي سرتېرو د ورستو شویو جسدونو رایستل او یا له سوځېدلو زغره والو ګاډو د هغوی د پاتې شونو را ټولول اسان کار نه دی.‌

ملګري ‌ملتونه وايي د تېرې فبرورۍ وروستیو کې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې له ۵۰۰۰ ډېر ملکي اوکرایینیان وژل شوي‌ دي.

د وژل شویو اوکراییني سرتېرو کره شمېر که څه هم نشته، خو د ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي یوه سلاکار تېره میاشت بي بي سي ته ومنله چې د ورځې یې له سلو تر دوه سوه پورې عسکر وژل کېږي.‌

الېکسي وايي دا شمېر ورته سم ښکاري، خو د نوموړي په وینا د روسي ځواکونو مرګژوبله د دې درې برابره ده.

یوه اوکراییني سرتېري چې د سېوېروډونېڅک جګړه کې یې برخه اخیستې، راته وویل، چې روسان لومړۍ نړیوالې جګړې ته ورته تکتیکونه کاروي او پلي ځواکونه یې د مردکیو باران کې منډې وهي.

الېکسي په دې اړه چې جګړه به بالاخره څوک ګټي؟ وايي "خبره د جګړې ګټلو نه ده. خبره دا ده چې څوک په حقه دي. دوی [روسان] دلته راغلي او دا د بښلو وړ نه ده."

هر اوکراییني‌ سرتېري چې تر دې دمه موږ سره خبرې کړې، ویلي، باورمن دی چې دا جګړه ګټلی شي. ان د هغو ډلګیو غړي هم چې تر نیمايي ډېرو ځواکونو ته یې مرګژوبله اوښتې، همدا خبره کوي.

الېکسي څو میاشتې کېږي خپله یو کلنه لور نه ده لیدلې.

نوموړی وايي "دې جګړې د ډېرو خلکو ژوند چې د جوړېدو هڅه یې کوله، خراب کړی دی."

دونباس کې د مرګ او ژوند ترمنځ واټن ډېر نه دی. دلته هرو څو ثانیو کې روسي توغندي لګېږي. د روسیې توپخانه په اوسط ډول د ورځې ۲۰ زره ډزې کوي.

اوکرایین یوازې د شپږ زور ځواب ورکولی شي.

دلته یوه پوځي روغتیايي مرکز ته سر ورښکاره کوو خو د درنو وسلو د ډزو غږونه یوه شېبه هم نه ارامېږي.

د دغه مرکز مسوول چې د خوندیتابه لپاره غواړي یوازې ډاکتر اناتولي وبلل شي، د لومړۍ کرښې وضعیت ماتېدونکی بولي.

هغه د یوه پوځي امبولانس عکسونه راښيي چې په مرمیو لګېدلی او په چرو سوری سوری دی.

ډاکتر اناتولي وايي روسانو ته د دوی پر موټرو د سره صلیب نښان هېڅ اهمیت او مانا نه لري.

دوه نور امبولانسونه له کلېنیک بهر د ټپیانو راپورته کولو ته چمتو ولاړ دي.

دلته له تینا او پولینا سره هم ګورو چې دواړه د لومړۍ کرښې روغتیايي مرستندویانې دي.‌

تینا په دواطلب ډول پوځ ته تر راتګ وړاندې د ماشومانو یوه روغتون کې کار کاوه.‌

وايي کورنۍ یې ور یادېږي او موږ سره د خبرو پر مهال یې له سترګو اوښکې هم څاڅي.‌

هغه وايي " درد درنه هېر وي، ځکه خپل کار در ترغاړې وي: ټپي کس باید ژوندی تر روغتونه ورسوې."

کله چې مې ترې وپوښتل وېرېدلې - نو راته کړل یې "واقعآ وېروونکې ده. چې توغندی کله درسره نږدې ولګېږي، ټول غړي مو سست شي."

له هر وژل شوي سرتېرې سره ګڼ نور شوي هم وي.

تینا وايي د شمېر شریکولو اجازه نه لري خو " نږدې هره ورځ مرګژوبله اوړي - او یوازې یوه کس ته هم نه - کله ډېرو ته او کله ډېرو زیاتو ته."

پولینا ۲۱ کلنه ده. جګړې یې وار له مخه دا کم عمر اغېزمن کړی. پلار او تره یې د روسیې لخوا نیول شوي اوکرایین کې بندیان دي.‌

نوموړې وايي هڅه کوي چې دا یې کمزورې نه کړي او چې وخت ومومي نو سپورت کوي او موسیقي اوري، چې ځان نورمال وساتي.‌

خو پولینا مني‌ چې له خپګان او ناهیلۍ سره مقابله ورته ګرانه ده.‌

هغه وايي د سرتېرو درمنله یو څه هیله وربښي.

"دا کسان ستړي او ټپیان وي، کله ناکله نه غواړي چې بیا هم روغتون ته ولاړ شي. وايي ملګري مو یوازې نه پرېږدو. کرښه مو په ګډه ساتلې ده."