متحده عربي اماراتو کې د جمال خاشقجي وکیل "نیول شوی"

د خپرېدو وخت

د متحده عربي اماراتو چارواکو منلې چې د مدني حقونو یو امریکایی وکیل یې نیولی چې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي لپاره یې کار کاوه.

عاصم غفور د تېرې جمعې په ورځ د دبۍ پر نړیوال هوايي ډګر نیول شوی دی.

د اماراتو چارواکو ویلي، نوموړی یې د پیسو د سپینولو د یوه حکم له مخې چې دده په غیاب کې شوی و، نیولی دی.

خو په امریکا کې د بشر حقونو یوې ډلې ویلي، ښاغلی غفور له دې دوسیې بې خبره دی او د هغه د سملاسي خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

د یوه امریکايي چارواکي – چې نوم یې نه دی ښودلی- په وینا، واشنګټن له دې دوسیې خبر و، خو د تېرې شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر جو بایډن او سعودي چارواکو ترمنځ خبرو پرمهال دا مسله نه وه رامنځ ته شوې.

جمال خاشقجي چې (واشنګټن پوسټ) ته یې لیکنې کولې او امریکا کې مېشت و، د سعودي پر اوسني واکمن محمد بن سلمان سختې نیوکې کولې.

جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر دویمه نېټه د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته له ننوتلو وروسته تری تم شو.

د ملګرو ملتونو څېړنډلې دا قضیه وروسته اعلان کړه او وویل چې هغه د سعودي له ریاضه د ۱۵ ګومارل شویو کسانو په لاس په "وحشیانه" ډول وژل شوی او جسد یې ټوټه ټوټه کړل شوی دی.