تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جمال خاشقجي وژنه کې تورن کس پاريس کې نيول شوی
د فرانسې په پاريس کې د سعودي يو وګړی د دغه هېواد د خبريال جمال خاشقجي په وژنه کې د لاس لرلو په شک نيول شوی دی.
د فرانسوي رسنيو په وينا "خالد عايض الطيبي" د پاريس په چارلس ډي ګول هوايي ډګر کي نيول شوی دی. نوموړی يو له هغو ۲۶ کسانو دی چې د ترکیې حکومت د دې قضيې په ترڅ کې يې په لټه کې و.
نيول شوی کس ۳۳ کاله عمر لري او د راپورونو له مخې د سعودي د محکمې له پخوانيو ساتونکو څخه دی.
د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر پر دويمه نېټه جمال خاشقجي او د هغه کوژدن د ترکيې په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته ورغلي وو.
کوژدنې يې د کونسلګرۍ مخې ته د هغه انتظار کاوه خو هغه بیا له کونسلګرۍ را ونه وت.
د ترکيې چارواکو په وينا، نوموړی لومړی د سعودي په کونسلګرۍ کې د ۱۵ کسانو له خوا په چاړو وهل شوی او بيا يې جسد ټوټې ټوټې کړل شوی و.
د لوېدیځو هېوادونو استخبارات وایي چې سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې امر کړی و. خو پخپله شهزاده سلمان دا تورونه ردوي، او دا وژنه د یو شمېر خپلسرو کسانو کار بولي.
د تېر کال په سپټمبر مياشت کې د سعودي يوې محکمې د ښاغلي خاشقجي د قتل په اړه وروستۍ پرېکړه وکړه. پنځه تنه هر يو په شل کاله بند محکول شول او درې تنو نورو هر يوه ته د اوو څخه تر ۱۰ کالو د بند سزا ورکړل شوه.
د تېر کال په لومړنۍ محکمه کې پنځو تورنو کسانو ته لومړی د مرګ سزا ورکړل شوه خو بيا د خاشقجي د کورنۍ له بښلو وروسته دا سزا بند ته راټيټه شوه.
د ملګرو ملتونو یوه ځانګړي رپوټ ویلي وو چې جمال خاشقجي په قصدي او ناقانونه توګه وژل شوی و او د سعودي عربستان دولت یې د وژنې مسئول دی.
۵۹ کلن جمال خاشقجي د وژل کېدو پر مهال د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته کار کاوه او د سعودي حکومت او چارواکو په اړه یې نیوکې کولې.