یونان کې په 'وسلو بار' بنګله دېش ته روانه الوتکه لوېدلې

د خپرېدو وخت

چارواکي وايي، د یونان شمال کې یوه بار وړونکې الوتکه لوېدلې چې ۱۱ ټنه وسلې پکې بار وې. الوتکه بنګله دېش ته روانه وه. الوتکه کې اته سپاره کسان وژل شوي دي.

لوېدلې الوتکه انتونوف ۱۲ ډوله ده.‌

دا الوتکه له سربیا نه اردن ته روانه وه چې د شنبې په ورځ ناوخته کوالا ښار ته څېرمه ولوېده او اته سپاره کسان پکې ووژل شول.

ویل کېږي چې الوتکه د یوه اوکراییني شرکت اړونده وه.

عیني شاهدانو ویلي الوتکې اور واخیست او له لوېدو سره یې د اور لویې لمبې پورته شوې.

د یکشنبې په ګهیځ د الوتکې ځای ته بې پیلوټه الوتکې د ژغورلو لپاره استول شوې دي.

د یونان دولتي تلوېزیون ویلي، الوتکه کې ۱۱ ټنه مواد بار و چې کېدای شي خطرناک مواد به وو.

د سربیا دفاع وزیر نیبوشا سټیفانویچ ویلي په انتونوف اې اېن ۱۲ الوتکه کې ۱۱ ټنه سربیا جوړې وسلې بار وې چې بنګله دېش ته لېږدول کېدې.

د رپوټونو له مخې، د الوتکې چلوونکي د الوتکې ماشین کې د ستونزې پیدا کېدو له کبله په کاوالا هوايي ډګر د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې وه، خو خو تر ځغاستلیکې پورې یې ځان ونه شو رسولی.

یوه ځايي اوسېدونکي ویلي: "په ځايي وخت ۲۲:۴۵ بجې د الوتکې د ماشین غږ واورېدل شو، له کوره ووتم د اور لمبو کې مې ډوبه الوتکه ولیده".

د سیمه ییزو رپوټونو له مخې، عیني شاهدانو هم د چاودنو غږونه اوردېدلي.

په سیمه کې چارواکو ویلي، د الوتکې لوېدو ځای ته یې د اوروژنې اوه ګاډي استولي، خو د چاودنو له کبله الوتکې ته نه شي ‌ورنژدې کېدلی.

د اوروژنې ادارې چارواکو رویټرز ته ویلي: "اوس په الوتکه کې د بار په اړه څېړنې کېږي چې ښايي خطرناک توکي به وو".

تر اوسه اوکرایین، سربیا او اردن د الوتکې د لوېدو یا پکې د بار توکو به اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

په پام کې وه چې دا الوتکه د بنګله دېش ډاکه کې خپل منزل ته تر رسېدو مخکې اردن، سعودي عربستان او هند کې هم دمه وکړي.