د شري لنکا لومړی وزیر د دغه هېواد چارسمبالی ولسمشر شو

د خپرېدو وخت

د شري لانکا لومړي وزیر رانېل وېکرمه سینګه د دغه هېواد د نوي چارسمبالي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ښاغلي سینګه داسې مهال لوړه وکړه چې دغه هېواد له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی. نوموړی د مخکېني ولسمشر ګوټابایا راجاپکشا ځای ناسته شو چې له پراخو لاریونونو وروسته سنګارپور ته وتښتېد.

د ښاغلي راجاپکشا له استعفا سره پر دغه هېواد د یوې کورنۍ له لوري شل کلنه واکمني پای ته ورسېدله. ښاغلي راجاپکشا سينګاپور ته له رسېدو وروسته استعفا کړې وه.

په دغه هېواد کې له ګرځبندیز سره سره، لاریونیانو تېره شپه د نوموړي پر استعفا خوشالي کوله.

شري لانکا د خوراکي او سونتوکو او د ځینو نورو بنسټيزو اړتیاو له سخت کمښت او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.

د شري‌ لنکا پارلمان مشر مهادیو یاپا ابېوردېنا نن (جمعه) ویلي چې د ښاغلي‌ راجاپکشا استعفا یې وړمه ورځ (پنجشبه) تر لاسه کړې او منلې ده.‌

ابېوردېنا سبا (شنبه) د پارلمان غونډې رابللو غوښتنه کړې چې په ترڅ کې یې د نوي مشر د ټاکلو بهیر پیل کړي.

پارلمان به یوه اوونۍ کې نوی ولسمشر ټاکي، خو اوسني پارلمان کې د واکمن ګوند اکثریت ته په پام ښايي رانیل وېکرمه سینګه بیا ولسمشر وټاکل شوي.

تر اوسه روښانه نه ده چې لاریونیان به رانیل وېکرمه سینګه د ولسمشر په ډول ومني او کنه ځکه د نوموړي استعفا د لاریونیانو مهم غوښتنه وه.

مخکېنی ولسمشر راجاپکشا د تېر پنجشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د ده پر ضد له پراخو لاریونونو وروسته لومړی مالدیو او بیا سینګاپور ته لاړ.

رپوټونه وايي‌، په دغه سفر کې له هغه سره یې مېرمن او دوه ساتونکي هم ورسره وو.

داسې باور کېږي چې هغه ځکه له شري لنکا وتلو نه وروسته استعفا وکړه چې که په دغه هېواد کې پاتې کېږي او واک پرېږدي نو هسې نه نوې اداره هغه زنداني کړي.

په همدې حال کې د سینګاپور د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې راجاپکشا نه په دغه هېواد کې د پناه اخیستلو غوښتنه کړې او نه هم تر اوسه ورکړل شوې. هغه همدا راز ویلي چې، "دا معمول دی چې سينګاپور چا ته پناه نه ورکوي".

د تېرې پنجشبې په ورځ د شري لنکا پلازمېنه کولمبو کې مظاهره کوونکو په نڅا او چکچکو د ښاغلي راجاپکشا د وتلو هرکلی وکړ.

لاریونیان، چې ولسمشرۍ ماڼۍ او د لومړي وزیر استوګنځی یې نیولي، وايي اوسنی چارسمبالی ولسمشر ښاغلی ویکرمسینګه هم باید سملاسي ګوښه شي.

خو لومړي وزیر ویلي، دی به هله استعفا وکړي چې د ټولو ګوندونو ګډ لنډمهاله حکومت رامنځته شي.

د شري لنکا د اساسي قانون له مخې د ولسمشر تر تګ وروسته لومړی وزیر تر ۳۰ ورځو سرپرست ولسمشر دی.