د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن بهرنۍ کودتا کې خپل رول منلی

د خپرېدو وخت

په ملګرو ملتونو کې د د امریکا پخواني سفیر او د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن منلې ده چې په نورو هېوادونو کې یې د کودتا طرح کولو کې مرسته کړې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي، ښاغلي بولټن له سي اېن اېن تلوېزیون سره مرکه کې دا څرګندونې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۶مه د امریکا پر کانګرس د برید په تړاو د کانګرس تر استماعیه غونډې وروسته کړې دي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګرس له لوري د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو منډو ترړو پرمهال چې په لړ کې یې نوموړي ماتې وخوړه، تاوتریخوالي ته په هڅولو تورن شوی دی.

جان بولټن د کانګرس له لوري دې تورونو ته په غبرګون کې ویلي، ډونلډ ټرمپ دومره واک نه لري چې "په دقت سره پتېیل شوې کودتا" وکړي.‌ نوموړی زیاتوي "د یوه داسې چا په توګه چې - دلته نه بلکې بهر کې یې - د کودتا طرح کولو کې مرسته کړې، پوهېږئ (کودتا) ډېر کار غواړي او دا هغه کار نه و چې ټرمپ دې په بریالیتوب ترسره کړی وي".

ښاغلي بولټن دې پوښتنې ته چې ایا هدف یې کودتا کې مرسته کول کوم هېواد دی؟ په ځواب کې وویل، وینزوېلا ته اشاره وکړه او وویل: "زه نور جرییات نه ورکوم".

هغه بیا د وزنزویلا وضعیت ته په اشاره وویل: "مالومه شوه چې بریالۍ نه وه... خو ومو لیدل چې یو اپوزیسیون د یوه ناقانونه منتخب ولسمشر د پرځولو لپاره کومو څیزونو ته اړتیا لري."

په ۲۰۱۹ کال، کله چې جان بولټن د امریکا د ملي امنیت سلاکار و، په ښکاره یې د ونزویلا د مخالفانو مشر خوان ګوایدو حمایت وکړ چې سوسیالیست ولسمشر نیکلاس مادورو پرې وپرځوي.

ښاغلي بولټن ویلي، د مادورو بیا ټاکل کېدل ناقانونه وو خو په پای کې ښاغلی مادورو واک کې پاتې شو.

جان بولټن له ونزویلا پرته د نورو هغو هېوادونو نومونه وانخیستل چې کودتا کې ده مرسته ورسره کړې، خو وویل "ډاډه یم چې شته"، خو "تاسو ته نه وایم".

ډېری د امریکا د بهرني سیاست کارپوهانو د نورو هېوادونو په چارو کې د امریکا پر اوږدې مداخلې نیوکه کړې ده.

د بېلګې په توګه په ۱۳۳۲ کال د ایران د وخت لومړي وزیر محمد مصدق د پرځولو لپاره د امریکا رول ښکاره دی، د ویتنام جګړه کې یې مداخله وکړه،‌ ‌پر عراق او افغانستان یې یرغل وکړ.