تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند پر پارلمان ودانۍ د 'قهریدلو زمریانو' مجسمې ولې ځینې کسان حیران کړي؟
د دوشنبې پر ورځ د هند لومړي وزیر نريندرا مودي د دغه هېواد پارلمان نوې ودانۍ پر سر له برونزو جوړه د زمریانو یوه مجسمه کېښوده چې د هند ملي نښان بلل کېږي.
په دغه یوه مجسمه کې څلور آسیایي نسله زمریان شا په شا د یوه دائروي دریځ پر سر نښلول شوي چې شپږ نیم متره لوړوالی لري.
دغه نوې مجسمه د هند له یوې لرغونې مجسمې په الهام جوړه شوې چې لرغونتوب یې ۲۵۰ کاله پخوا ته رسېږي، خو د ځینو لپاره نوې مجسمه د حیرانۍ لامل شوې.
منتقدین وايي د پخوانیو زمریانو بڼه یې بدله کړې، د اصلي مجسمې د زمریانو بڼه نه لري او د نوې مجسمې زمریان قهریدلي ښکاري.
ښاغلي مودي د دوشنبې په سهار پر خواله رسنیو د دغې مجسمې د پرانیستلو یوه ویډیو شریکه کړې، چې وزن یې ۹۵۰ کیلو ګرامه یاد شوی دی.
د هند یوه جګپوړي حکومتي چارواکي ویلي، د هند د ملي نښان نصب کول د امپراتور آشوکا د واکمنۍ پر مهال له یوې ورته مجسمې په الهام چمتو شوې، چې ۲۵۰ کاله مخکې له میلاده د هغه په واکمنۍ کې د پلازمېنې پر یوه لویه ستنه ځای پر ځای شوې وه.
په خواله رسنیو کې ځینو کسانو نیوکه کړ ې چې په دې نوې مجسمه کې زمریان د پخوانۍ مجسمې له اصلي بڼې سره ډېر توپیر لري او د دې پر ځای چې زمریان د اصلي مجسمې په څېر "مناسبه او شاهي بڼه " ولري، وحشي ښکاري.
د پارلمان نوې ودانۍ چې اوس هم پرې کار روان دی د حکومت د ۲۰۰ ملیارد روپیو چې شاوخوا (۲،۷ میلیارډه ډالر) بودیجې یوې پروژې برخه ده چې پلازمېنه ډیلي کې د پخوانیو ودانیو بیارغولو لپاره په پام کې نیول شوې دي.
د دوشنبې پر ورځ د هند د اپوزیسون کمونست ګوند (مارکسیسټ) مشر سیتارام یچوري وویل، د ملي نښان پرانیستې مراسمو کې د ښاغلي مودي ګډون ځکه له اساسي قانونه سرغړونه ده، چې د نوموړي په وینا دې سره د اجرائیه قوې چې ښاغلی مودي یې استازولي کوي او مقننه قوې تر منځ چې پارلمان یې سمبول دی، د واک وېش له منځه وړي.