ختیځه افریقا کې پر شرابخونه ډزې شوې، ۱۵ کسان وژل شوي

A police car parked in front of the bar where the shooting took place in Soweto

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

د سوېلي افریقا سویټو ښار کې پولیس وايي، په یوه شرابخونه کې ډزې شوې چې لږترلږه ۱۵ کسان پکې وژل شوي دي.

پولیس وايي، په وسله سمبال سړي ګهیځ وختي د ختیځ اورلانډو شرابخونې ته ننوتلي او پر خلکو او ځوانانو یې ډزې کړې دي.

له ډزو وروسته دا وسله وال په یوه سپین ګاډي کې تښتېدلي. پولیس وایي تر اوسه د ډزو د انګیزې په اړه مالومات نه لري.

د بي بي سي یو خبریال وايي، په برید کې ځینې ټپي شوي کسان روغتون کې دي او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

ویل کېږي چې د برید قربانیانو عمرونه د ۱۹ او ۳۵ کلونو ترمنځ دي.

د ګواټېنګ ولایت د پولیسو مشر جنرال الیاس ماویلا بي بي سي ته وویل، ښکاري چې دا برید په سړو وینو شوی او د میخانې بې ګناه کسان پکې په نښه شوي دي.

د نوموړي له دفتره خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، بریدګرو له ځانه سره ټوپک او ۹ میلي متره تومانچې هم راوړې وې.

پولیس وايي، د مشکوکو بریدګرو په لټه کې دي.

د یکشنبې په ورځ پولیسو وویل، د هېواد په سوېل ختیځ کوازولو -ناتال ولایت کې هم په یوه جلا پېښه کې چې پر میخانې شوی، لږترلږه څلور نور کسان وژل شوي دي.

په سوېلي افریقا کې ډزې غیرې عادي کار نه دی.‌ تر ډېره مافیاي ډلې او نشه شوي کسان دا ډول بریدونه کوي.

خو دا فوق العاده لوړې شمېرې دي. وروستیو کې ۲۱ زلمیان ختیځ لندن ښار کې د ګاز نیولو یا د مسمومېدو له کبله مړه شوي وو.