شري لنکا کې د احتجاجونو دوام؛ ولسمشر خپله استعفا تائید کړې

Sri Lanka's President Gotabaya Rajapaksa in Glasgow, UK in 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مالومه نه ده چې ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا اوس چېرته دی
د خپرېدو وخت

شري لنکا کې د لومړي وزیر رانیل ویکرما سنګا دفتر وایي ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا ورته خپله استعفاء‌ تائید کړې ده.

د لومړي‌ وزیر دفتر یوه اعلامیه کې ویلي ښاغلی راجاپاکسا به د چارشنبې پر ورځ‌ استعفا وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پخپله له ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا لا په دې تړاو څه نه دي اورېدل شوي.

لومړي وزیر رانیل ویکرما سنګا ژمنه کړې چې دی به هم ګوښه کېږي.‌

شري لنکا کې اعتراض کوونکو له وړمې ورځ راهیسې ولسمشرۍ ماڼۍ او د لومړي‌ وزیر استوګنځی نیولي او وايي‌ تر هغې به ترې ونه وځي چې دوی نه وي ګوښه شوي.

د دغه هېوا د اساسي قانون له مخې د ولسمشر استعفا یوازې هغه مهال رسمآ منل کېدای شي، چې د پارلمان رئیس ته لیکلې استعفا وسپاري چې دا کار تر اوسه نه دی شوی.

تر دې وړاندې د پارلمان رئیس د شنبې پر روځ ویلي‌ و چې ولسمشر راجاپاکسا به د جولای پر ۱۳ مه ګوښه شي.

احتجاج کوونکي څه غواړي؟

People attend an anti government protest rally, calling for the resignation of the president over the alleged failure to address the economic crisis, near the President"s house in Colombo, Sri Lanka, 09 July 2022.

د عکس سرچینه، EPA

شري لنکا کې احتجاج کوونکو ویلي، دوی به تر هغې د ولسمشر او لومړي مرستیال له استوګنځایونو و نه وځي چې ولسمشر او لومړی وزیر یې په رسمي ډول له واکه نه وي لرې شوي.

د شري لنکا ولسمشر ګوتابايا راجاپاکسا تر هغې وروسته د استعفا اعلان وکړ چې لاريونوال د هغه پر رسمي استوګنځي ورننوتل او د لومړي وزير کور يې هم وسوځاوه.

د پېښې پر مهال ولسمشر او لومړی وزير په خپلو استوګنځايونو کې نه وو او ويل کېږي چې لا مخکې خوندي ځايونو ته لېږدول شوي وو.

شري لنکا پراخه کچه انفلاسیون سره مخ او د بهرنیو اسعارو د زېرمو کمښت له کبله د خوراکي توکو، تېلو او درملو واردولو کې له ستونزو سره لاس ګریوان ده.