هغه ښځه بندي شوه چې د نورو خلکو پرځای یې د ګاډو ۱۵۰ ازموینې ورکړې

کور

د عکس سرچینه، TARIAN

د عکس تشریح، څېړونکي سټیفن مالوني ویلي د اغلې کور د جرم تر شا د هغې تپاک او حرص و.
د خپرېدو وخت

بریتانیا کې محکمې هغه ښځه په اتو میاشتو بند محکومه کړې چې ویې مونده د نورو خلکو پرځای یې د ګاډي چلولو نظري او عملي نژدې ۱۵۰ ازموینې ورکړې دي.

۲۹ کلنې اندیرجیت کور چې په کارمارتیناشایر کې اوسېږي ومنله چې دا ازموینې یې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ ورکړې دي.

پولیسو ویلي، اغلې کور د نورو هغو کسانو پرځای د ګاډي چلولو نظري او عملي ازموینې ورکړې چې د انګلیسي ژبې په زدکولو یا خبرو کې یې ستونزې لرلې.

د سوانزي کراون محکمې د هغو شکونو په اړه هم ګواهیو ته غوږ نیولی چې د ګاډي چلولو د ازموینو ځینو مرکزونو کې ثبت شوې دي، هغه دا چې اغلې کور د نورو کسانو ‌پېښې کړې دي او پولیسو ته یې منلې ده چې دا کار یې کړی دی.

اندیرجیت کور د ازموینې په سوانزي، کارمارتین، برمېنګهم او لندن کې ورکړې دي.

څېړونکي سټیفن مالوني ویلي د اغلې کور د جرم تر شا د هغې تپاک او حرص و.

مالوني زیاتوي: "دغه ډول د جعل پېښې عامو خلکو ته ډېر خطرونه پېښوي".

د چلوونکو او ګاډو د معیار اړوندې ادارې کارولین هېکس ویلي، امکان لري د هغو ازموینو پایلې لغوه شي چې د جعل له لارې نورو کسانو ورکړې دي.

دا زیاتوي: "د ګاډي چلولو او نظري ازموینو هدف دا دی چې خلکو ته زموږ د ګاډي چلولو د لارو چارو په اړه سم مهارتونه، پوهه او چلن وروښودل شي".

دا وايي: "ازموینو کې نقل او جعل د خلکو ژوند له خطر سره مخامخوي".