د یوه حیوان کیسه چې خپلو اوږدو غوږونو مشهور کړ

Image shows goat with long ears being held up

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سیمبا غوږونه پرلپسې لویږي او تېرو دریو اونیو کې نژدې شپږ سانتي نور اوږده شوي دي.
    • Author, لیو سانډس
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د دومبو کارتوني کریکټر په هکله ډېرو ته معلومه ده، چې د اوږدو غوږونو له کبله یې شهرت وموند، خو د پاکستان کراچۍ کې د سیمبا نومي سېرلي غوږونو کچه ۵۴ سانتي مترو ته رسېږي، چې له کبله یې اوس دومبو یوازینی مشهور حیوان نه دی.

د سیمبا پالونکي محمد حسن ناریجو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، ان د ریکارډونو تر نړیوال کتاب ګینیز بک اف ورلډ ریکارډز پورې رسېدلی او له هغوی یې غوښتي چې سیمبا نوم د هغو وزو په لیست کې شامل کړي، چې نومونه یې تلپاتې دی.

د حیواناتو اوږدو غوږونو لپاره تر اوسه کومه ځانګړې کټیګوري نه شته او له همدې کبله تر اوسه معلومه نه ده، چې د سیمبا غوږونه به کوم ریکارډ ماتوي.

خو ریکارډ ماتوي او که نه، سیمبا پاکستان کې د خواله رسنیو له لارې خورا ډېر شهرت موندلی او د اوږدو غوږونو تصویرونه یې لاس پر لاس کېږي.

Image shows goat with long ears running

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سیمبا اوږده غوږونه ځینې وخت هغه ته په تلو کې ستونزې جوړوي، چې له کبله یې پالونکی په حل لارو پسې ګرځي.

د سیمبا غوږونه د شهرت لامل شوي، خو ننګونې هم لري، په تګ کې یې ورته ستونزې جوړوي. ښاغلي ناریجو یې بیا حل دا راپیدا کړی، چې د سیمبا غوږونه د هغه په څټ کې تړي او یو داسې مهار یې هم ورته ایجاد کړی، چې د هغه غوږونه نغښتي ساتي.

د نورو حیواناتو سیالي هم د ښاغلي ناریجو لپاره یوه اندېښنه ده او نوموړی وايي، هیله کوي چې له دې کبله سیمبا ته کومه ستونزه جوړه نه شي.

نوموړی وايي: دم پرې چوپ کوو چې له بد نظره خوندي پاتې شي.

خو په ورته مهال د نوموړي هیلې لوړې دي او له اې ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې یې ویلي، غواړي د پاکستان په هکله داسې نظر رامنځته شي، چې د وزو په ساتنه او پالنه کې مخکښ دی.

د سیمبا پالونکي محمد حسن ناریجو د سیمبا غوږونو اوږدوالی ښيي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سیمبا پالونکي محمد حسن ناریجو د سیمبا غوږونو اوږدوالی ښيي

دی وايي: ''د سیمبا له نامه سره به د پاکستان نوم د نړۍ په کچه یاد شي. ''