د سوی په هکله ۶ خبرې چې موږ پرې نه پوهېږو

خرگوش

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

سوی د کورنيو ژویو له ډلې دی. برتانیا کې له یو میلیون ډېر سویان د کورني ژوي په څېر ژوند کوي.

دې مطلب کې د دوی په هکله جالب ټکي شته.

سوی خپلې متیازې خوري

خرگوش سومین حیوان خانگی محبوب در بریتانیا است
د عکس تشریح، سوی نړۍ کې دریم کورنی حیوان دی چې ډېر منلی دی.

دا ګنګوسې سمې دي چې سوی خپلې متیازې خوری او د روغتیا لپاره یې ډېرې مهمې دي.

دوی دوه ډوله متیازې لري، یو سختې، وچې او ګردې، بل نرمې او مرطوبې.

دویم ډول یې ډېر پروتین او ویټامین لري. سوی ورځ کې یو ځل دا متیازې خوري، چې له خوړو خورا ډېره انرژي ترلاسه کړي.

یو روغ سوی په ورځ کې تر ۳۰۰ ځلو مرطوبې متیازې تولیدولی شي.

یوازې ګاځرې سره ژوند ناشونی دی

وقت دست رد زدن به سینه هویج و قبول علوفه است
د عکس تشریح، سوی ګاځره نه بلکه واښه غواړي.

ماشومانو په ځلونو کارتون کې لیدلي چې سوی ګاځرې، خوري، خو واقعیت دا دی چې د ګاځرې ډېر خوراک سوی ته ضرر لري. ګاځره ډېره شکره لري او باید کله کله یې وخوري.

د سوی اصلي خواړه واښه دي او اندازه یې هم د سوی په بدن پورې تړلې.

واښه د سوی غاښونه- چې تل وده کوي- او خېټه روغه ساتي.

سوی خپلې ژبې سره اړیکه جوړوي

کله چې سوی یو خوا بل خوا ټوپونه وهي او سونډک خوځوي، نو هرو مرو دلیل لري. دا کار د اړیکو جوړولو لپاره کوي. د سوی اوږده غوږونه اړیکه جوړوي. کله چې دواړه غوږونه پورته نېغ کړي، نو د خبرداري حالت کې وي او خورا ځیرتیا سره شاوخوا غږونو ته غوږ وي.

که یو غوږ پورته او بله کته کړي، هغوی بیا هم غوږ وي، خو نه پوره غوږ؛ داسې لکه مور پلار تاسو ته وایي چې ورځني کارونه وکړئ.

سوی د خوشالۍ، وېرې او لېوالتیا لپاره هم نښې لري. که سوی شا ته لغتې وهي او خوځېږي، هرو مرو خوشال دی.

د سوی د سونډک حالت د دوی ترمنځ د معاشرت او حس نښه ده.

کله چې تاسو سره سونډک موښي، نو دا مانا لري چې یا ډېره پاملرنه غواړي یا هم غواړي چې له لارې یې لرې شئ.

ځینې سویان د ماشوم په څېر لوی وي

داریوس بزرگ‌ترین خرگوش جهان است و بزرگی جثه در خاندانش ادامه دارد
د عکس تشریح، داریوس د نړۍ تر ټولو ستر سوی دی او دا لویوالی یې کورنۍ کې هم شته

کله چې پر سوی خبرې کوئ، نو کوچنی ژوی مو تر سترګو کېږي، چې د یوه ماشوم لاسونو کې ځایېږي، خو د سوی ځینې ډولونه ډېر لوی او ان د ماشوم په اندازه دي.

ځینې ډولونه یې ان ۶ کیلو وزن او ۷۵ سانتي متره ونه لري.

د خورا لوی سوی ریکارډ د داریوس دی چې ۱۳۱ سانتي متره ونه او ۱۸ کیلو وزن لري.

ډېر امکان شته چې د داریوس بچیان د هغه ریکارډ مات کړي. جف او انیا له ۱۲۱ سانتي مترو ډېر لوړ دي.

که له ځان سره فکر وکړئ چې کش دا کورنۍ د تاسو وی، نو هرو مرو به مو دا هیله بدله شي، ځکه د کال د خوړو لګښت یې پنځه زره پونډه دی.

سوی نږدې ۳۶۰ درجې لیدل لري

اگر خواستید خرگوش‌تان را وارد مسابقه پرش بکنید قبلش با یک دامپزشک مشورت کنید

سوی دا وړتیا لري چې نږدې هره خوا وویني. د دوی طبیعت کې خورا لوړ خوراکي ځنځیر دی چې سترګې یې په داسې ډول وده کړې چې د ښکاریانو په ځای دوی هغه ویني.

د سوی سترګې د سر په دواړو خواوو کې دي او ان که له شا هم ښکاري پسې وي، دوی یې ویني.

د سوی سیالي

د "RSPCA" په نوم وېبپاڼه د سوی لپاره د ټوپ وهلو سیالي ډېر ښه تمبرین بولي، خو وايي، دا کار د سوی د هر ډول لپاره مناسب نه دی.

دا وېبپاڼه سپارښتنه کوي چې د سوی څښتن باید له سیالۍ مخکې له ژوپوه سره سلا مشوره وکړي.