د ازبکستان احتجاجونو کې زرګونه کسان ټپیان شوي دي

د عکس سرچینه، Reuters
د ازبکستان په کاراکالپاکستان سیمه کې د جمعې ورځې احتجاجونو په پایله کې زرګونه کسان ټپیان شوي.
د دغې سیمې چارواکي وايي ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته استولي او د سیمې ټول روغتونونه له ټپیانو ډک دي.
امنیتي ځواکونو سره نښتې هغه مهال پیل شوې چې احتجاج کوونکو د دغې سیمې د بېلېدو د طرحې خلاف سړکونو ته راوتلي و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف اوس ویلي چې دا طرح به عملي نه شي.
خو نوموړي د یکشنبې پر ورځ سیمه ییزو استازو سره په غونډه کې کرغېړن وسله وال تورن کړل چې هڅه کوي دغه هېواد کې وضعیت بې ثباته او خراب کړي.
هغه لاریون جوړونکي په دې تورن کړل چې هڅه کوي د وسلو ترلاسه کولو لپاره "سیمه ییزو دولتي ادارو ته ننوځي"
د فرانسې خبري آژانس د هغه په حواله ویلي:" دوی د خپل شمېر د زیاتوالي نه په ګټې اخیستو د قانون پلي کوونکو پر افسرانو برید وکړ، هغوی یې سخت وهلي او ټپیان کړي یې دي."

د عکس سرچینه، Reuters
ازبکستان د پخواني شوروي اتحاد یو تر ټولو زوروکو جمهوري حکومت په توګه شهرت لري چې د هر ډول رامنځته شویو مخالفتونو مخه نیسي.
قره قالپاقستان د اورال سمندرګي ته څېرمه یوه صحرايي سیمه ده چې ۳ میلیونه نفوس لري.
د رپوټونو له مخې، دغه سیمه کې وررسته له هغې بېړنی حالت اعلان شوی او پولیس او پوځ په ناکوس ښار واټونو کې ګزمې ته راوتلي دي.
د اپوزیسون یو تبعید شوی سیاستوال پولات اهانوف ویلي، خلک د بېړني حالت له امله نه شي شاوخوا وګرځي او معلومات وکړي.
دلته اندېښنه دا ده چې دا وضعیت به د ازبکانو او قره قالپاقستانیانو تر منځ توکمیزه شخړه پراخه کړي چې د دوی د ژبې لږکیو ډله کې شامل دي.
دغه سیاستوال رويټرز خبري اژانس ته ویلي:" لا هم ډیرو ځایونو کې لاریونونه روان دي، فکر کوم وضعیت د ثبات پر لور روان دی خو یو خطر شته چې هغه د ازبکانو او قالپاقستانیانو تر منځ د قومي شخړو حقایق دي."
د فرانسې خبرې اژانس په وینا، دغو احتجاجونو خپرې شوې ویډیوګانې ښکاروي چې دامنیتي عملیاتو له امله د مړو شمېر لوړ دی.



















