ایران 'د ناقانونه کډوالو ایستل پیلوي'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مجید میر احمدي ویلي پولیسو ته امر شوی چې سر له ننه هغه کډوال په نښه کړي چې په ناقانونه توګه ایران ته ورغلي.
ده خپلو څرګندونو کې چې ایراني رسنیو خپرې کړې دا هم په ډاګه کړې چې پولیسو ته ویل شوي چې دا ناقانونه کډوال دې له موندلو او په نښه کولو وروسته له ایرانه وباسي.
د کډوالو په حق کې د دې نسبتا سختې پرېکړې اغېز یوازې پر کډوالو نه دی. د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال ټېنګار کړی چې سر له ننه به هغه کسان له درې تر شپږو میاشتو په حبس یا زندان محکومېږي چې ناقانونه کډوال یې ګومارلی وي. یوازې دا نه بلکې دا کسان نغدي هم جریمه کېږي.
میر احمدي په دې اړه ویلي، دا کسان به د هغو پیسو پنځه برابره جریمه کېږي چې په یوه ورځ کې ناقانونه کارګر ته ورکول کېږي.
په دې وروستیو کې ایران د ناقانونه کډوالو لپاره د نوم لیکنې بهیر پيل کړی و، دا بهیر لس ورځې وړاندې پای ته ورسېد، خو د دویم ځل لپاره یې موده وغځول شوه او بیا پرون پای ته ورسېد.
پر خواله رسنیو ځینو ایرانیانو د خپل هېواد دا پریکړه غندلې ده. یوه ایراني افغانانو ته په خطاب کې لیکلي چې دا پرېکړه د ایران له خلکو سره هیڅ تړاو نه لري. یوه بل ایراني لیکلي چې افغانان د نړۍ او په تېره د ګاونډیو هېوادونو مرستې ته اړتیا لري. هغه ایراني چارواکو ته په خطاب کې ویلي، ''له افغانانو د کار فرصتونه مه تروړئ. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
څو ورځې وړاندې د ایران تسنیم خبري اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو مرستیال وزیر میر احمدي له قوله لیکلي و چې د دوی د ارزونې له مخې ایران کې د څلور اعشاریه درې ملیونه او څلور اعشاریه پنځه ملیونه ترمنځ قانوني او ناقانونه افغان کډوال اوسېږي.
څه باندې لس میاشتې وړاندې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته د افغانانو د قانوني او ناقانونه کډوالۍ لړۍ پراخه شوه. د رسنیزو رپوټونو له مخې اوس هم هره ورځ ګڼ شمېر افغانان هڅه کوي له ناقانونه لارې ایران ته لاړ شي، چې ځینې هلته پاتې کېږي او ځینې نور بیا د نورو هېوادونو ته مخه کوي.
بل لور هره ورځ ګڼ شمېر افغانان له ایرانه ایستل کیږي یا خپل هېواد ته ستنېږي. ایراني رسنیو د طالبانو اداره کې د کډوالو وزارت په حواله رپوټ ورکړی چې یوازې د تېرې چارشنبې او پنجشنبې پر ورځو درې زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
له افغان کډوالو سره د ایراني پوله ساتو او امنیتي چارواکو د ناسم چلن او وهلو ډبلو ګڼ رپوټونه هم خپاره شوي دي.



















