پاکستان کې د تېلو بیو کې یو ځل بیا زیاتوالی راغلی

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

پاکستان حکومت یو ځل بیا د تېلو بیو کې د زیاتوالی اعلان کړی دی. د نوي اعلان له مخې د پټرولو یوه لیټر بیه کې ۱۴ روپۍ او ۸۵ پیسې او د ډېزلو بیه کې ۱۳ روپۍ او ۲۳ پیسې زیاتوالی راغلی دی.

د یادونې ده، چې په تېره څه باندې یوه میاشت کې پاکستان حکومت څلورم ځل د تېلو بیې زیاتوي، چې د تېرې مې میاشتې له وروستیو راهیسې د هر لیټر تېلو په بیو کې ټولټال زیاتوالی نژدې ۱۰۰ روپیو ته رسېږي.

د بیې له نوي زیاتوالي سره پاکستان کې د پټرولو یوه لیټر بیه له ۲۳۳ روپیو او ۵۴ پیسو ۲۷۶ روپیو او ۵۴ پیسو ته لوړه شوې ده. دغه راز د ډیزلو یوه لیټر بیه له ۲۶۳ روپیو او ۳۱ پیسو ۲۷۶ روپیو او ۵۴ پیسو ته لوړه شوې ده.

د پټرولو او ډېزلو تر څنګ د خاورو تېلو یا کیروسین یوه لیټر بیه هم ۱۸ روپۍ او ۸۳ پیسې زیاته شوې، چې ورسره یې د یوه لیټر لپاره نوې بیه ۲۳۰ روپۍ او ۲۶ پیسو ته رسېدلې ده.

د حکومتي اعلان له مخې به د تېلو نوې بیه له ځايي وخت سره سم له نن شپې ۱۲ بجو وروسته عملي شي. د تېلو نویو بیو له اعلان وروسته پاکستان کې پر پټرول پمپونو د مشتریانو ګڼه ګوڼه خورا ډېره شوې ده.

په لاهور کې د بي بي سي خبریال عمردراز په خپل رپوټ کې وايي، ځايي پولیسو د مهمو پټرول پمپونو په شاوخوا کې د ټرافیکي ګډوډۍ مخنیوي لپاره ځانګړي افسران ګومارلي دي.

بل لور د پاکستان خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د پټرولو بیو زیاتېدو له اعلان وروسته یوې خبري ناستې ته وویل، د مخکیني لومړي وزیر عمران خان حکومت د پیسو له نړیوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) سره ژمنه کړې وه، چې هره میاشت به د پټرولیم ډولپمنټ لیوي (پي ډي ایل) مالیې په توګه د تېلو بیې څلور روپۍ زیاتوي، چې په وینا یې د ۲۰۲۱ کال تر فبرورۍ پورې دې لړ کې د تېلو بیو کې ۲۱ روپۍ زیاتوالی راغلی و.

د یادونې ده چې پاکستان له ای ايم اېف سره د شپږ میلیارد ډالرو پور پر یوه پروګرام خبرې کوي،‌ خو د ۹۰۰ میلیونو ډالرو راتلونکی قسط یې د ای اېم اېف د ځینو اندېښنو له کبله ځنډېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد له سخت اقتصادي حالته تېرېدونکی دی او ګراني پکې د پام وړ اضافه شوې ده.‌‌

بل لور د پاکستان خزانې وزیر مفتاح اسماعیل نن د تېلو بیو لوړولو په تړاو خبري غونډې ته وویل، حکومت له ایم ایف سره د خبرو پروګرام بېرته فعال کړی او د همدې لپاره د پټرولو په بیه کې د پي ډي ایل لګښت اضافه شوی دی.

ښاغلی مفتاح زیاته کړه، د مخکیني حکومت پر ضد د بې باورۍ تحریک له پیلېدو وروسته عمران خان له ای ایم سره هوکړه لغوه کړه، چې د ښاغلي مفتاح په وینا له کبله یې هېواد ډیوالي کېدو ته نژدې شوی و.

بل لور د مخکیني واکمن ګوند تحریک انصاف عمومي سکرتر اسد عمر وايي، د دوی ګوند د تېلو بیو کې زیاتوالی ردوي. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي، کله چې اوسني واکمن په اپوزېسیون کې وو، د تېلو بیو ځورول، خو کله چې دوی واک ته ورسېدل پر ولس 'پټرولي بمونه غورځوي. '