جاپان اوسېدونکو د هوا پېژندنې په تاریخ کې تر ټولو ډېره توده ورځ تېره کړه

A woman wipes her face as she walks on a street in Tokyo

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په توکبو کې یوه لاروۍ ښځه له مخه خولې پاکوي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

له ۱۸۷۵ راهیسې چې په جاپان کې د تودوخې درجې ثبتېدل پیل شوي، دغه هېواد اوسېدونکو تر ټولو توده ورځ تېره کړه. له همدې کبله چارواکو د انرژۍ کارولو او کموالي په هکله یې خبرداری خپور کړی دی.

په ورته مهال بیا په روغتونونو کې د جل وهلو کسانو شمېر له ډېرېدو سره هممهاله حکومتي چارواکو له خلکو غوښتې چې له جل وهنې د ځان ژغورلو لپاره ائرکنډېشنونه وکاروي.

د هوا پېژندنې جاپاني چارواکي وايي، داسې احتمال شته چې د تودوخې روانه څپه ښايي تر څو راتلونکو ورځو پورې دوام وکړي.

د یادونې ده چې د صنعتي انقلاب له پیل راهیسې د ځمکې تودوخې درجه وار له مخه یو اعشاریه یو درجه لوړه شوې او ماهرین وېره څرګندوي چې تر څو پورې د نړۍ حکومتونه د شین کوریزو ګازونو کمولو لپاره کوټلي اقدامات و نه کړي، د تودوخې درجه به همداسې زیاتېږي.

همدا لامل دی چې په نړۍ کې د تودوخې سختې او اوږدمهاله څپې په معمول بدلېږي.

People jog on a road amid heat haze in front of the Imperial Palace in Tokyo

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د توکیو شاهي ماڼۍ ته نژدې د تودوخې څپې پر مهال ځینې ځايي اوسېدونکي سپورت کوي.

د جاپان په توکیو کې د چهارشنبې پر ورځ پنځمه پرلپسې ورځ هم د تودوخې درجه تر ۳۵ درجو پورته ثبت شوه، چې په ۱۸۷۵ م کال کې د دې ریکارډ ثبتولو له ورځې راهیسې تر ټولو توده ورځ بلل شوې. توکیو ته نژدې ایسیساکي نومي ښار کې بیا تودوخه ۴۰ درجې ثبت شوه، چې د جاپان په تاریخ کې د جون میاشتې تر ټولو زیاته توده ورځ بلل شوې ده.

جاپان اوسېدونکو پر خواله رسنۍ ټویټر د خورا سختۍ ګرمۍ فریاد کړی او یوه کارن لیکلي: ''باهر وتل داسې دي لکه انسان چې د اور تاو ته ناست وي، زړه مې غواړي تر اوبو لاندې ودرېږم. ''

یوه بل کارن بیا لیکلي، ''له ګهیځ راهیسې بهر وم، له سختې ګرمۍ داسې حال ته رسېدلی یم، ته وا ویلي کېږم. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

جون میاشت معمولاً په جاپان کې د بارانونو یا پشکال موسم بلل کېږي، خو تېره دوشنبه د جاپان میټرولوژۍ ادارې (جې ایم اې) اعلان وکړ، چې په توکیو او شاوخوا سیمو کې دا موسم پای ته رسېدلی دی.

دغه اعلان چې له معموله ۲۲ ورځې مخکې وشو، له ۱۹۵۱ راوروسته تر ټولو لنډ پشکال موسم ښيي. بل لور د تودوخې همدې سختې څپې له کبله د جل وهنې پېښې هم زیاتې شوې او د چهارشنبې پر ورځ روغتیايي ادارو مسوولینو ویلي، ۷۶ کسان له همدې کبله روغتونونو او کلینکونو ته لېږدول شوي دي.

People take a break under a cooling mist in Tokyo

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د توکیو ځینې اوسېدونکي له تودوخې د ځان ژغورلو لپاره تر ساړه پشم لاندې ولاړ دي.

پر پنجشنبه چارواکو له خلکو وغوښتل چې د انرژۍ کمښت ته پام سره د برېښنا او ګازو په کارولو کې له احتیاطه کار واخلي، خو دوی په دې لړ کې د پاخه عمر کسانو لپاره د انرژۍ وسایلو په اعتدال سره د کارولو او لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې، چې باید د تودوخې له څپې خوندي وساتل شي.

د توکیو په شیبویا سیمه کې ځايي اوسېدونکي له تودوخې د ځان ژغورنې په پار تر چتریو لاندې ګرځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د توکیو په شیبویا سیمه کې ځايي اوسېدونکي له تودوخې د ځان ژغورنې په پار تر چتریو لاندې ګرځي.