د عکسونو البوم: ګرده نړۍ کې د تودوخې درجې ټیټېدل

د خپرېدو وخت

سږ ژمی د واورې له ورېدو سره په ګرده نړۍ کې د تودوخې درجه پاموړ راټیټه شوې ده.

سلوانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سلوانیا: په ونو کې قصر ته غځېدلې لاره واورو پوښلې ده. د سلوانیا ډېره برخه سږ کال په لومړي ځل سپینو واورو پوښلې وه.
مسکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مسکو: د مسکوا بند او کرملین امباکمنټ ترمنځ منظره، دواړوه په واورینه فضا کې. انځور سیرګي سووستیانو اخیستی دی.
داوس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاوس کې انټرکانټننټل هوټل د انټرکانټننټل هوټلونو د ډلې یا (ای اېچ جي) له خوا پرانیستل شوی، په واورینه فضا کې او ځنګلي غونډیو کې د هوټل منظر. د جنورۍ ۱۷-۲۰ پورې داوس د نړیوالو مشرانو او د بانک چلوونکو او پالیسي جوړوونکو د ۴۷مې کلنۍ غونډې کوربه دی.
جرمني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جرمني په سوېل پینچنچ کې پر واوره د اس ځغلولو سیالي کوونکی.
روسیه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسیه: په سن پیټرزبرګ کې د دویمې نړیوالې جګړې په یاد روسي ځواکونه د "لینینګراد! کراسنوی سلو ازاد کړه" په نامه کلنۍ ننداره کې.
جرمني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا انځور د جنورۍ پر ۱۶مه د جرمني په ختیځ سیورزدورف کې د واورینې فضا، ونو او سړک اخیستل شوی.
جاپان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جاپان نیګاټا کې د کالج زده کوونکي د داخلې ازموینې ته روان دي. د جاپان هوا پېژندې ادارې په سمندرغاړو سیمو کې د درنو واورو ورېدو او کنګل کېدو خبرداری ورکړی.
کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان ماشومانو د کابل یوه هدیره کې واورین سړی جوړ کړی. کابل کې تر معمول ډېرې ورځې وروسته واوره وشوه.
د هندي کشمیر سرینګر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هندي کشمیر سرینګر کې د ژمي په یوه ډېره یخه ورځ له بامه له راتویېدونکو اوبو د یخ ګینګړي جوړ شوي. سرینګر ګې د واورې له ورېدا وروسته د تودوخې درجه ۶٫۸ درجو ته راټیټه شوې.
د هند تر ولکې کشمیر لاندې جمو او کشمیر سرینګر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند تر ولکې کشمیر لاندې جمو او کشمیر سرینګر په بارامولا کې ماشومان پر واورو ښویېږيله تېرو درو اونیو راهیسې کشمیر دره کې واوره ورېږي او د لانورې واورې ورېدو اټکل هم شوی دی.