جاپان اوسېدونکو د هوا پېژندنې په تاریخ کې تر ټولو ډېره توده ورځ تېره کړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

له ۱۸۷۵ راهیسې چې په جاپان کې د تودوخې درجې ثبتېدل پیل شوي، دغه هېواد اوسېدونکو تر ټولو توده ورځ تېره کړه. له همدې کبله چارواکو د انرژۍ کارولو او کموالي په هکله یې خبرداری خپور کړی دی.

په ورته مهال بیا په روغتونونو کې د جل وهلو کسانو شمېر له ډېرېدو سره هممهاله حکومتي چارواکو له خلکو غوښتې چې له جل وهنې د ځان ژغورلو لپاره ائرکنډېشنونه وکاروي.

د هوا پېژندنې جاپاني چارواکي وايي، داسې احتمال شته چې د تودوخې روانه څپه ښايي تر څو راتلونکو ورځو پورې دوام وکړي.

د یادونې ده چې د صنعتي انقلاب له پیل راهیسې د ځمکې تودوخې درجه وار له مخه یو اعشاریه یو درجه لوړه شوې او ماهرین وېره څرګندوي چې تر څو پورې د نړۍ حکومتونه د شین کوریزو ګازونو کمولو لپاره کوټلي اقدامات و نه کړي، د تودوخې درجه به همداسې زیاتېږي.

همدا لامل دی چې په نړۍ کې د تودوخې سختې او اوږدمهاله څپې په معمول بدلېږي.

د جاپان په توکیو کې د چهارشنبې پر ورځ پنځمه پرلپسې ورځ هم د تودوخې درجه تر ۳۵ درجو پورته ثبت شوه، چې په ۱۸۷۵ م کال کې د دې ریکارډ ثبتولو له ورځې راهیسې تر ټولو توده ورځ بلل شوې. توکیو ته نژدې ایسیساکي نومي ښار کې بیا تودوخه ۴۰ درجې ثبت شوه، چې د جاپان په تاریخ کې د جون میاشتې تر ټولو زیاته توده ورځ بلل شوې ده.

جاپان اوسېدونکو پر خواله رسنۍ ټویټر د خورا سختۍ ګرمۍ فریاد کړی او یوه کارن لیکلي: ''باهر وتل داسې دي لکه انسان چې د اور تاو ته ناست وي، زړه مې غواړي تر اوبو لاندې ودرېږم. ''

یوه بل کارن بیا لیکلي، ''له ګهیځ راهیسې بهر وم، له سختې ګرمۍ داسې حال ته رسېدلی یم، ته وا ویلي کېږم. ''

جون میاشت معمولاً په جاپان کې د بارانونو یا پشکال موسم بلل کېږي، خو تېره دوشنبه د جاپان میټرولوژۍ ادارې (جې ایم اې) اعلان وکړ، چې په توکیو او شاوخوا سیمو کې دا موسم پای ته رسېدلی دی.

دغه اعلان چې له معموله ۲۲ ورځې مخکې وشو، له ۱۹۵۱ راوروسته تر ټولو لنډ پشکال موسم ښيي. بل لور د تودوخې همدې سختې څپې له کبله د جل وهنې پېښې هم زیاتې شوې او د چهارشنبې پر ورځ روغتیايي ادارو مسوولینو ویلي، ۷۶ کسان له همدې کبله روغتونونو او کلینکونو ته لېږدول شوي دي.

پر پنجشنبه چارواکو له خلکو وغوښتل چې د انرژۍ کمښت ته پام سره د برېښنا او ګازو په کارولو کې له احتیاطه کار واخلي، خو دوی په دې لړ کې د پاخه عمر کسانو لپاره د انرژۍ وسایلو په اعتدال سره د کارولو او لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې، چې باید د تودوخې له څپې خوندي وساتل شي.