د سمندري لارو پر سر د چین او امریکا سیالۍ؛ ایا تر هرمز تنګي وروسته د پاناما کانال وار دی؟

دوه کښتۍ د پاناما کانال دواړو غاړو ته د تېرېدو په حال کې لیدل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نړۍ ۵ سلنه سوداګریز توکي او د امریکا نږدې ۴۰ سلنه کانټېنرونه له پاناما کاناله تېرېږي
    • Author, لویس باروچو
    • دنده, د بي‌بي‌سي نړیوال سرویس
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

په داسې حال کې چې د ایران د جګړې له غځېدو سره د نړۍ پر مهمه سمندري لار، هرمز تنګي د کښتیو تګ راتګ لا ټکنی دی، تازه زرګونه کیلومتره لېرې په یوه بل ستراتېژیک سمندري تنګي، پاناما کانال کې کړکېچ مخ په ډېرېدو دی.

دا یوه داسې مهمه سمندري لار ده، چې ارام او تلانتیک سمندرونه سره نښلوي.

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي چې په پاناما کانال کې د چین د نفوذ ډېرېدل کولی شي نړیواله سوداګري او امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.

خو چین د دغه تور په ردولو سره برعکس ادعا کوي، چې ګوندې واشنګټن پر دې پلمه غواړي پر دغه سمندري لار خپل نفوذ او کنټرول پراخ کړي.‌

بلخوا پاناما بیا، چې د دواړو خواو ترمنځ ایساره ده، دغه کانال باندې پر خپل حاکمیت ټینګار کوي او وايي چې دا سمندري لار به تل تر تله بې‌ طرفه پاتې شي.‌

د پاناما کانال په اړه څومره پوهېږئ؟

پاناما کانال د اوبو بندونو د یوې لړۍ په وسیله بېړۍ د سمندر له سطحې د ګاتون جهیل تر کچې پورته کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاناما کانال د ۲۰مې پېړۍ لومړیو کې د امریکا متحدو ایالتونو لخوا جوړ شوی

پاناما کانال یوه مصنوعي اوبیزه لاره ده چې شاوخوا ۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د پاناما تنګي د وچې له لارې ارام او اتلانتیک سمندرونه سره نښلوي.

دغه کانال بېړیو ته دا اسانتیا برابروي چې د سویلي امریکا په سویلي څوکه کې له "کېپ هورن" د راتاوېدو له اوږدې لارې ځان بچ کړي او په دې توګه د سفر وخت او د بار وړلو لګښتونه هم راکمېږي.

بېړۍ د خپلې اندازې، ډول او بار کړو توکو له مخې له کاناله د تېرېدو فیس ورکوي. د مصر سوېز کانال هم فیس اخیستلو لپاره ورته سیستم کاروي.

پاناما کانال د اوبو بندونو د یوې لړۍ په وسیله بېړۍ د سمندر له سطحې د ګاتون جهیل تر کچې پورته کوي او بیا یې د بل اړخ تر سواحلو په کرار کرار بېرته ښکته بیایي. د هر ځل تېرېدو لپاره میلیونونه ګېلنه خوږو اوبو ته اړتیا وي چې له ګاتون جهیل او شاوخوا زېرمو څخه برابرېږي.

همدا د خوږو اوبو اړتیا دغه کانال د وچکالۍ له اړخه زیانګالی کوي.

کله چې د اوبو کچه ټیټه شي، مسوول چارواکي کولای شي د بېړیو د اعظمي آبخور اندازه محدوده کړي او دا کار بېړۍ اړ باسي چې لږ بار ولېږدوي، او په پایله کې د دې لارې عمومي د لېږد ظرفیت کمېږي.

کله چې د اوبو سطحه راټیټه شي، مسؤل چارواکي د بېړیو لپاره د اوبو ژوروالی محدودولای شي. دا کار بېړۍ اړ باسي چې لږ بار ولېږدوي او په پایله کې د دې مهمې سوداګریزې لارې عمومي ظرفیت کمېږي.

د پاناما کانال له لارې تګ راتګ ولې زیات شوی؟

بالتیک او نړیواله سمندري شورا (بیمکو) چې تر ټولو لویه نړیواله سمندري ټولنه ده، وایي د پاناما کانال له لارې د بېړیو تګ راتګ د مې میاشتې تر پایه د تېر کال د همدې مودې پرتله ۸ سلنه ډېر شوی دی.

د بیمکو په وینا له دې لارې هره ورځ په منځني ډول ۳۸ بېړۍ ترې شوې، چې د دې اوبلارې اعظمي ظرفیت ته نږدې شمېر ګڼل کېږي.

بالتیک او نړیوالې سمندری شورا زیاته کړې چې د ایران د جګړې له پیله په راوروسته پنځو اوونیو کې د دغه کانال له لارې تګ راتګ د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۶ سلنه ډېر شوی.

دا چې د ایران جګړې د هرمز تنګي له لارې د توکو لېږد رالېږد لاستونزمن کړی، نو اسیايي پېرودونکو په زیاتېدونکي ډول د اومه تېلو او چاڼ شويو سونتوکو پېرلو لپاره د متحدو ایالتونو د خلیج ساحلي سیمو کې پلورونکو ته مخه کړې ده.

د دغو ټولګو ډېره برخه د پاناما کانال له لارې د اتلانتیک او ارام سمندرونو ترمنځ لېږدول کېږي، نو له همدې کبله ورسره له کانال د تېرېدو غوښتنه ډېره شوې ده.

د تګ راتګ دا زیاتوالي د دې لامل شوی چې د بېړیو د انتظار وخت اوږد، د تېرېدو د وخت موندلو لپاره سیالي سخته او د تېرېدو لپاره د لومړیتوب ترلاسه کولو بیې بې ساري لوړې شي. د راپوټونو له مخې ځینو شرکتونو له پاناما کاناله ژر تېرېدو لپاره بولیو کې میلیونونه ډالر ورکړي دي.

د شمالي ټکزاس پوهنتون د ډالاس په څانګه کې د سیاسي علومو استاد اورلانډو جې پېریز وايي:

"پاناما د حجم له پلوه د هرمز په څېر د نړیوالې سوداګرۍ تنګی نه دی. خو هغه څه چې له دې لارې لېږدول کېږي، له بل ډول اهمیته برخمن دي: د نړۍ شاوخوا ۵ سلنه سمندري سوداګري خو د امریکا د نږدې ۴۰ سلنه کانټینرونو لېږد رالېږ."

نوموړی زیاتوي: "هرمز د انرژۍ مهم تنګی دی، خو پاناما یوه ستر اقتصادي ځواک لپاره د اکمالاتي ځنځیر د شبکې مهم تنګی دی. دواړه مهم دي."

پاناما کانال امریکا اداره کاوه،‌او پاناما ته یې د واک د سپارلو بهیر چارې د ۱۹۹۹ کال وروستیو کې بشپړې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاناما کانال امریکا اداره کاوه،‌او پاناما ته یې د واک د سپارلو بهیر چارې د ۱۹۹۹ کال وروستیو کې بشپړې شوې

خو پاناما کانال له زیاتېدونکو چاپېریالي محدودیتونو سره هم مخامخ دی.

د ګاتون جهیل د اوبو اندازه لا هم د تاریخي منځنۍ کچې پرتله ټیټه ده، او د پاناما کانال اداره له همدې لامله د بېړیو د تېرېدو پر مهال د اوبو د ژوروالي محدودیت وضع کوي. پر دې سربېره ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر له ۱۵مې وروسته هره ورځ د دغه کانال له لارې د تېرېدونکو بېړیو شمېر له ۳۶ څخه ۳۲ ته راټیټ شي.

چارواکو ویلي چې دا حالت د بارانونو د کمښت پایله کې رامنځته شوی، چې له اقلیمي بدلون او د "اېل نینو" په څېر له موسمي ښکارندو سره تړاو لري.

دا محدودیتونه د ۲۰۲۳ کال د سختې وچکالۍ یاد راتازه کوي.

هغه مهال له دغه کاناله د تېرېدونکو بېړیو پر شمېر محدودیت لګېدو، اوږده کتارونه جوړ او د اکمالاتو د ګډوډۍ لامل ګرځېدلی و.

د پاناما کانال تاریخ

امریکا او پاناما ۱۹۷۷ کال کې پاناما ته د دغه کانال د سپارلو تړون لاسلیک کړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا ۱۹۷۷ کال کې له پاناما سره د دغه کانال د ورسپارلو تړون لاسلیک کړ

د پاناما کانال متحدو ایالتونو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې جوړ کړ او هغه یې د شاوخوا کانال زون سره یو ځای په ۱۹۷۷ کال کې د 'توریخوس-کارتر تړونونو' تر لاسلیکېدو پورې خپل کنټرول کې وساته.‌

دغو تړونونو، چې د جېمي کارټر د حکومت پر مهال لاسلیک شول،‌ پاناما ته د کانال د کنټرول د سپارلو مهالویش وټاکه.

پاناما ته د کانال د سپارل بهیر د ۱۹۹۹ کال د دسمبر پر ۳۱مه بشپړ شو.

اوس د پاناما کانال اداره د هماغو تړونونو له مخې چې د دغه کانال بې پرېتوب او د نړیوالو بار وړونکو بېړیو لاسرسي ورته تضمینوي، د دغه کانال چارې پر مخ وړي.

د چین په اړه د امریکا اندېښنې څه دي؟

شخړه د کانال د مالکیت پر سر نه، بلکې د نفوذ پر سر ده.

هانګ کانګ مېشتي "سي‌کې هاچیسن" شرکت له لسیزو راهیسې د پاناما له حکومت سره د امتیازي تړون له مخې د 'پاناما بندرونو کمپنۍ' په نوم د خپلې فرعي‌ ادارې له لارې ارام او اتلانتیک سمندر کې د کانال په دواړو خولو کې د بالبوا او کریستوبال بندرونه چارې مخ ته وړې.

دغه شرکت او چین یوه هم نېغ په نېغه د کانال په مدیریت کې کوم رول نه درلود، خو امریکایي چارواکو په پرله پسې ډول د کانال شاوخوا، په ځانګړي ډول بندرونو، لوژستیکي چارو او ترانسپورتي زېربناوو کې د چین د اړوند حضور په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

کړکېچ د روان کال په پیل کې هغه مهال نور هم زیات شو چې د پاناما سترې محکمې هغه قانوني اډانه د دغه هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې وبلله، چې له مخې یې د بندرونو امتیاز سي‌کې هاچیسن شرکت ته ورکړ شوی.‌

د پاناما کانال دواړه ارام او اتلانتیک سمندرونه نښلوي
د عکس تشریح، د پاناما کانال دواړه ارام او اتلانتیک سمندرونه نښلوي

استاد اورلانډو جې پېریز وایي: "واشنګټن د چین اړوندو بندري شرکتونو [حضور] ته یوې داسې شتمنۍ ته نږدې، چې یو وخت یې پخپله اداره کوله، [د چین] د ستراتېژیک تمځای په سترګه ګوري.‌ دا په داسې حال کې ده چې بیجینګ دې ته پر یوه کوچني هېواد، پاناما د یوه مشروع تړون لغوه کولو لپاره د فشار راوړلو په سترګه ګوري."

هغه زیاتوي چې اوس د کانال بې پرېتوب له ازموینې سره مخامخ دی.

خو د چیلي پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو د انسټیټوټ افتخاري استاد خورخه هاینې دا شخړه "په بشپړه توګه بې دلیله" بولي.

هغه ټینګار کوي چې په کانال کې د سي‌کې هاچیسن شرکت ښکېلتیا له ۱۹۹۷ کال راهیسې، یعنی د چین تر حاکمیت لاندې د هانګ کانګ تر بېرته راتګ څو میاشتې مخکې پیل شوې ده.

هاینې وایي: "د دوی [دغه شرکت] ټول کار دا دی چې کانټینرونه مدیریت او د بندرونو اړوند عملیات پر مخ یوسي. پخپله کانال نه اداره کوي."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وار وار ویلي چې چین په پاناما کې له اړتیا زیات نفوذ ترلاسه کړی او ان دا یې هم ویلي چې امریکا ښایي د کانال کنټرول بېرته لاس کې واخلي. خو پاناما دغه وړاندیز په کلکه رد کړی دی.

د هغه ادارې هم بیجینګ تورن کړی چې ګوندې په ځوابي اقدام کې یې د چین په بندرونو کې د پاناما بیرغ لرونکو بېړیو څېړل ډېر کړي دي.

د چین ځواب څه دی؟

د پاناما کانال دواړو غاړو ته د بندرونو مسوولیت د هانګ کانګ اړوند شرکت سره و

د عکس سرچینه، Getty Images

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د روان کال په جنورۍ کې دا تورونه "په بشپړه توګه بې بنسټه" وبلل او واشنګټن یې تورن کړ چې دا موضوع د سیاسي موخو لپاره تحریفوي.

هغه وویل: "چا پاناما کانال اوږدې مودې لپاره تر اشغال لاندې ساتلی، پر پاناما یې پوځي چپاو وروړی او د دغه هېواد حاکمیت او کرامت یې په خپلسري دول تر پښو لاندې کړی و؟"

هغه زیاته کړه: "چا پاناما کانال ته سترګې نیولې او غواړي دا نړیواله اوبلاره، چې باید د تل لپاره بې پرې پاتې شي، پر خپله خاوره واړوي؟ ځواب یې روښانه دی."

بیجینګ وایي چې د پاناما حاکمیت او د کانال د بې پرېتوب حیثیت ته درناوی لري.

د تېرې اوونۍ په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر فو کونګ په یوه بحث کې وویل: "د امریکا له خوا پر چین باندې د دروغو تپل او بې بنسټه بریدونه، د دغه کانال د کنټرول ترلاسه کولو لپاره له پلمې پرته بل څه نه دي."

له دې سره د پاناما ولسمشر خوسې راول مولینو پر کانال د خپل هېواد پر حاکمیت له ټینګار سره د هغه بې پرېتوب د ځانګړو او نړیوالو ګواښونو پر وړاندې "یوازنۍ او غوره دفاع" وبلله.

شخړه اوس ولې اوج ته رسېدلې؟

پاناما بېړۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاناما کانال په اړه د امریکا او چین اختلافات د منځني ختیځ له وروستي کړکېچه پخواني دي.

په پاناما او د لاتینې امریکا لروبر نورو هېوادونو کې د چین د پانګونې، مهمو زیربناوو او سیمه‌ییز نفوذ په اړه اندېښنې له کلونو راهیسې موجودې دي.

شنونکي اوسنی کړکېچ د جیوپولیټیکي اغېزې د پراخېدو یوه بېلګه ګڼي، په دې معنا چې د نړۍ په یوه سیمه کې شخړه، نورو ځایونو کې هم د سیالۍ ریښې پیاوړې کوي.

د چیلي پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو د انسټیټیوټ افتخاري استاد خورخه هاینې وایي: "منځني ختیځ کې د جګړې او د هرمز تنګي د ګډوډیو له کبله پر پاناما فشار زیات او د دې موضوع پر سر د چین او امریکا ترمنځ کړکېچ ډېر شوی دی."

د شمالي ټکزاس پوهنتون د سیاسي علومو استاد اورلانډو جې پېریز هم له دې هم‌نظره دی.

نوموړی وايي: "موږ وینو چې ورته سناریو بیا بیا تکرارېږي، که هغه په هرمز تنګي کې وي او که په سور سمندر کې. د ستراتېژیکو سمندري لارو پر سر لانجې د لویو جیوپولیټیکي سیالیو پر ډګر بدلېږي."

د نوموړي په وینا د پاناما، یمن او د خلیج دولتونو په څېر کوچني او د منځنۍ اندازې هېوادونه چې د دغو مهمو سمندري تنګیو او لارو چارې سمبالوي، ډېر وخت "د سترو قدرتونو ترمنځ د سیالیو او شخړو د لګښتونو بار پر اوږو وړي" او دا چې له دغو سیالیو د ځان ګوښه ساتلو وس هم نه لري.