تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوېلي افریقا په نایټ کلب کې د ۲۰ کسانو مړي موندل شوي
ځايي رسنۍ وايي، د سوېلي افریقا ایسټ لندن ښار په یوه شپني کلب (نایټ کلب) کې د ۲۰ کسانو مړي موندل شوي دي.
د رپوټونو له مخې دغه جسدونه د یکشنبې په سهار د انیوبیني په میخانه کې موندل شوي او یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.
د پولیسو یوه ویاند د نیوز روم افریقا چینل ته ویلي: "د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي."
تیمبینکوسي کینانا ویلي:" موږ په تر دې مهال د هېڅ څه اټکل نه شو کولای."
د بېړنیو خدمتونو ټیم ختیځ کې د پېښې ځای ته ور رسېدلی دی.
رپوټونه وايي، د قربانیانو خپلوان تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې جسدونه وویني او ځايي خلکو د دغه ځای د تړلو غوښتنه کړې.
د ختیځ کېپ د پولیسو کمېنشر (اېس ای بي سي) نیوز ته ویلي:" په میخانه کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه."
بي بي سي د دې خبرې پخلی نه دی کړی او په دې اړه جزیات لا نه دي بشپړ شوي.
د ( اېس ای بي سي) د رپوټونو له مخې څلور ټپیان له دغې میخانې روغتون ته وړل شوي دي.
برید جنرال کینانا خبریالانو ته ویلي، په وژل شویو کسانو کې ډېر یې ځوانان وو چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۰ کلونو تر منځ وو.
عیني شاهدانو "ډیلي ډیسپچ" ورځپاڼې ته ویلي، مړي ټول په ځمکه غځېدلي پراته وو.
د افریقا ختیځ کېپ سیمې د روغتیا ریاست یوه ویاند نیوز ۲۴ ته ویلي، د مړو جسدونه بېلابېلو سردخانو (د مړو د ساتلو خونو) ته وروړل شوي دي.
د پېښې کره لامل لا نه دی مالوم خو ځايي چارواکي د پېښې پر پلټنه ټينګار کوي او وايي، ډېر ژر به یې څېړنې بشپړې شي.