امریکایی متقاعد پیلوټ شاپور معینیان پر چین د مالوماتو په خرڅولو تورن شوی

DOJ

د عکس سرچینه، DOJ

د خپرېدو وخت

د امریکا یو ۶۷ کلن پوځي متقاعد پیلوټ شاپور معینیان چې وروسته یې د پوځي قرارداد د مقابل لوري لپاره کار کړی، پر چین د پوځي مالوماتو د پېرلو تور منلی او په محکمه کې مجرم ‌پېژندل شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي ګومان کوي چې ښاغلی معینیان پرته له دې چې له چین سره خپله همکاري رسما اعلان کړي، له قرادادیانو سره د کار پرمهال یې د امریکا د پوځي استخباراتو د مالوماتو له اړخه زرګونه ډالر ترلاسه کړي او چین ته یې ورکړي دي.

نوموړی د امریکا د کورني ملي امنیت وزارت اړوند دوسیو کې د ناسمو مالوماتو درج کولو له کبله هم مجرم پېژندل شوی.

د عدلیې وزارت په یوه رپوټ کې ویلي، ښاغلی معینیان د چورلکې د پیلوټ په توګه د خپلې کاري دورې له بشپړولو وروسته چې غالبا له ۱۹۷۷ تر ۲۰۰۰ کال پورې د امریکا، چین، جرمني او سوېلي کوریا ترمنځ یې فعالیت کاوه، د امریکا د پوځ له یوې اړوندې څانګې سره یوځای شو چې په دې سره یې د امریکا پوځي قراردادیانو ته مالومت ورکړل.

د ښاغلي معینیان د تورونو منلو اړونده دوسیه کې راغلي چې هغه د یوه تایید شوي پوځي قرارداد لپاره کار کاوه، د یوه چینايي ‌سړي په مټ چې ځان یې د متخصصو ځواکونو د یوه قراردادي شرکت استازی باله، ځواب ورکړی او مني چې دې سړي ته یې د چین د هوايي صنایعو برخه کې مشوره ورکړې.

د ملي امنیت برخه کې د امریکا د لویې څارنوالۍ یوه سکرتر متیوجي اولسن ویلي: "معینیان له چین نه په مزدورۍ اخیستلو یو مامور و، چې د امریکا هوايي توکو مسلکي مالومات یې بیجېنګ ته ورکړي دي."

عراق کې امریکايي پوځيان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عراق کې امریکايي پوځيان

د امریکا عدلیې وزارت وايي، هانګ کانګ او اندونیزیا ته د ښاغلي معینیان د سفر په جزییاتو او مالوماتو کې موندل شوې چې له مقابل لوري (چین) سره لیدنو کې د موبایل په شان تجهیزات او پیسې ترلاسه کړې دي.

ښايي‌ نوموړی په لږترلږه پنځو کلونو بند او ۲۵۰ زره ډالرو جریمې محکوم شي.‌

او د نورو تورونو او دروغو ویلو له کبله هم له لسو کلونو بند او ۲۵۰ زره ډالرو جریمې سره مخامخېدونکی دی.

په پام کې ده چې د محکمې وروستی حکم د راتلونکې اګست میاشتې پر ۲۹مه وشي.