د امریکا کانګرس پر وسلو د کنټرول طرحه ومنله

د خپرېدو وخت

د امریکا سنا جرګې (کانګرس) پر وسلو د کنټرول هغه طرحه ومنله چې په تېرو څو لسیزو کې په دې تړاو لومړنۍ تر ټولو مهمه طرحه ګڼل کېږي.

د دې طرحې له مخې پر ځوانانو د وسلو پلورونکي باید ډېر دقت وکړي او په اړه یې لا ډېر مالومات ټول کړي. دا طرحه همدا راز ایالتي حکومتونه هڅوي چې له هغو خلکو وسلې واخلي چې ګواښ پېښولی شي.

په یوه کم سارې سیاسي هڅه کې ۱۵ جمهوریپالو - دیموکراتانو سره لاس یو کړ چې پر مټ یې دغه طرحه سنا جرګې کې ومنل شوه.

دا طرحه باید د امریکا د استازو جرګه هم ومني او بیا به د امریکا ولسمشر جو بایډن له لاسلیک وروسته رسمآ په قانون واوړي.

ډېر ژر به د امریکا استازو په جرګه کې چې د دیموکراتانو تر کنټرول لاندې ده پر دې طرحه رایه واچول شي.

د امریکا ولسمشر پر دې لایحې د ژر رایه اچونې غوښتنه کړې.

ښاغلي بایډن په دې تړاو وویل: "نن له ۲۸ کلنې مودې وروسته چې هېڅ ګام په کې نه دی اخېستل شوی په لومړي ځل کانګرس کې د دواړو ګوندونو غړو د قربانیانو د کورنیو غږ واورېد او په ګډه یې داسې یوه طرحه ومنله چې له مخې به یې موږ وکولی شو خپلو ښارونو کې د وسلو له امله رامنځته شوی تاوتریخوالی کم کړو."

پر وسلو د محدودیت فعالان او ډېری دیموکراتان هم غواړي چې په امریکا کې دې د عامو خلکو لخوا د وسلو کارولو په تړاو لا ډېر سخت قوانین پلي شي.

دا طرحه وروسته له هغې منل کېږي چې تېره میاشت د امریکا د نیویارک ایالت په بفلو سیمه او د ټېکزاز ایالت په یوه ښوونځي کې ۳۱ کسان په ډزو وژل شوي وو.

دې طرحه کې لاندې ټکي شامل دي:

  • د هغو کسانو د هویت او تېر په اړه باید جدي او کره مالومات راټول شي چې عمرونه یې له ۲۱ کلونو کم دي او غواړي وسلې واخلي.
  • د مرکزی حکومت لخوا د ۱۵ ميلیارده ډالرو مرسته چې پر مټ به یې ښوونځیو کې امنیتي تدابیر کلک شي او د رواني روغتیا په تړاو پروګرامونو سره به هم مرسته وشي.
  • ایالتي حکومتونو سره د نویو قوانینو پلي کولو په برخه کې مالي مرسته چې له لارې یې وکولی شي له هغو کسانو وسلې واخلي چې ګواښ ګڼل شوي وي.
  • پر هغو کسانو د وسلو د پلور بندیز چې پخوا خپلې مینې یا مین سره په فزیکي تاوتریخوالي تورن شوي وي.

مهم پرمختګ

دا طرحه ځکه مهمه ده چې په تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د دواړو ګوندونو دیموکراتانو او جمهوريپالو د غړو ملاتړ یې خپل کړی.

له تاریخي پلوه که وګورو نو امریکا کې د وسلو کارولو په تړاو د محدودیتونو هڅه تل د جمهوريپالو لخوا نیول شوې.

دا ځل په کانګرس کې چې ۱۰۰ غړي لري ۶۵ یې د طرحې په ملاتړ او ۳۳ یې په مخالفت رایه ورکړه.

ټولو ۵۰ دیموکراتانو او د جمهوريپالو درېیمې برخې غړو د طرحې په ملاتړ رایه ورکړه.

د ټېکزاس ایالت سناتور ټېډ کروز چې تر ډېره اټکل کېږي د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره به د جمهوریپالو د نوماندۍ لپاره سیالي کوي دا طرحه په کلکو ټکو وغندله او ویې ویل: "دا یوه داسې هڅه ده چې له مخې یې قانون منونکي امریکایان بې وسلې کېږي، پر ځای د دې چې پر داسې جدي تګلارو فکر وشي چې پر مټ یې موږ وکولی شو خپل ماشومان خوندي کړو."

ولې امریکا کې پر وسلو د کنټرول موضوع لانجمنه ده؟

د اټکل له مخې دم ګړۍ نژدې ۳۹۳ ميلیونه وړې او درنې وسلې امریکا کې کارول کېږي.

امریکا د شتمنو هېوادونو په ډله کې د وسلو له امله د وژل شویو کسانو تر ټولو ډېر شمېر لري.

یوازې سږ کال تر اوسه ۲۰ زره ۹۰۰ کسان د وسلې په کارولو وژل شوي، دې کې هغه کسان هم شامل دي چې ځانوژنه یې کړې.

خو په دې هېواد کې ډېر خلک بیا د اساسي قانون لخوا ورکړل شوي هغه حق دفاع کوي چې کولی شي وسله وساتي.

امریکا کې د فدرالي حکومت لخوا د وسلو د کنټرول په برخه کې تر ټولو مهم قانون په ۱۹۹۴ کال کې تصویب شوی و چې له مخې یې پر وسله پلورونکو بندیز لګېدلی و چې پر ولسي کسانو اتومات درنې وسلې نه شی پلورلی، خو دا قانون بیا یوه لسیزه وروسته ختم شو.

پرون (جون ۲۳) د امریکا سترې محکمې د نیویارک ایالت د هغه قانون له منځه وړلو امر کړی و چې پر مټ یې په قانوني ډول د وسلو پېرېدونکي محدود شوي وو.

که څه هم شمېرې ښيي چې په امریکا کې لوی شمېر خلک د وسلو کارولو په برخه کې د محدودیتونو او کنټرول پلویان دي خو ډېری جمهوريپال د داسې سیمو استازیتوب کوي چې د وسلو پر کارونې محدودیت نه غواړي.