تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ښايي د اروپايي ټولنې مشران د برسلز غونډه کې د اوکرایین نوماندېدل ومني
وروسته له هغه چې اروپايي ټولنې اوکرایین ته شین څراغ ښکاره کړ، داسې تمه پیدا شوې چې نن پنجشنبې په برسلز کې یادې ټولنه ته د اوکرایین نوماندېدل تائید شي.
څو ورځې وروسته له هغې چې روسیې پر اوکرایین برید وکړ، دغه هېواد په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب غوښتنه وکړه او له هغه راهیسې یې د دغې غوښتنې د پړاوونو ترسره کېدل په بې مخینې توګه چټک شول.
اروپايي ټولنه کې د اوکرایین سفیر استازي ويسولدا چينتسوف بي بي سي ته وويل، دا ملاتړ به د اوکرايینيانو مورال لوړ کړي، که څه هم "له اروپايي ټولنې سره رښتيني يوځای کېدل" يوازې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته امکان لري.
د نوماندۍ تایید د اروپايي ټولنې د غړیتوب په لور لومړی رسمي ګام دی او فرانسې ویلي، چې د دې مسلې په اړه بشپړه اجماع شته، خو بشپړ غړیتوب تر لاسه کول کلونه وخت نیسي او د کلونو پر تېرېدو سربېره د بریالیتوب هېڅ تضمین نه شته.
د البانیا په څېر هېوادونه له کلونو راهیسې د اروپايي ټولنې غړیتوب ته نوماند دي او ځینې داسې هېوادونه هم شته چې دغه غړیتوب ته له لسېزو په تمه دي.
بله خوا د اروپايي ټولنې ځینې غړي هېوادونه هڅه کوي چې بوسنیا ته د غړیتوب حق ورکړلی شي او غوښتنه کوي چې د شمالي مقدونیې او البانیا په قضیه کې پرمختګ وشي.
اروپايي ټولنه کې د اوکرایين استازی وايي، موږ ته دا د منلو نه ده چې په کتار کې ودرېږو. د اوکرایين لېوالتيا ښايي د نورو لپاره يوه هڅونه وي.
د ده په خبره، هر هېواد بېل کړه وړه او بېل برخلیک لري.
اروپايي ټولنې لپاره د مکرون پلان
د برسلز د پنجشنبې په غونډه کې په دې بحث کېږي چې کوم کوم هېوادونه د اروپايي ټولنې غړیتوب اخیستلی شي. بل په دې هم بحث کېږي، چې د خوراکي توکو له اړخه څنګه ډاډ ترلاسه کړي، ځکه روسیې د اوکرایین بندرونه تړل دي.
د اوکرایین د لارو تړل د اروپايي ټولنې د مشر لخوا جنګي جرم ګڼلی شوی.
بل پلو، برسلز غونډه کې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په هغه وړاندیز هم بحث کېږي چې د اروپا سیاسي ټولنې لپاره یې وړاندې کړی دی.
د فرانسې مشر وړاندیز کړی، چې په دغه ټولنه کې هغه هېوادونه باید شامل شي چې په اروپايي ټولنه کې د شاملېدو په تمه دي، لکه اوکرایین او لویدیز بالکان، یا هغه لکه د بریتانیا په شان له اروپايي ټولنې وتلي هېوادونه.
بریتانیا په ۲۰۲۰ کال کې له اروپايي ټولنې ووتله.