تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کړکېچ؛ د یوموټیوالي لپاره د اروپايي مشرانو احساساتي او سخته غونډه
- Author, کاتیا ادلر
- دنده, بي بي سي اروپا اډیټره
- د خپرېدو وخت
د اوکرایین په هکله د اروپايي ټولنې مشرانو د غونډې له پیله مخکې برکسل کې یوه چارواکي موږ ته وویل، چې دا به د اروپايي ټولنې په تاریخ کې تر ټولو احساساتي او سخته غونډه وي.
وروسته مې چې د تړلو دروازو تر شا د دې غونډې په هکله څه واورېدل، د بروکسل هغه چارواکي خبره سمه وخته.
پر اوکرایین د روسیې یرغل د اروپايي ټولنې ډېری غړو ته شخصي ښکاري، پر دوی یې مستقیم اغېز کړی.
د دوی په باور:
ولادیمر پوتین تر اوکرایین ډېر هاخوا نور څه په پام کې لري، داسې چې دی غواړي د اروپا امنیتي اډانه په خپله خوښه او ګټه بدله کړي. د مرکزي او ختیځې اروپا هغه هېوادونه چې د اوسپنیزې پردې شاته پټ وو او اوس د اروپايي ټولنې غړي دي، ځان ډېر زیانمنونکی ورته ښکاري.
بالتیک هېوادونه په دې لړ کې ځان تر ټولو غیر خوندي بولي. دوی سره اندېښنه ده، چې روسیه به یې په ځانګړې توګه د روسي توکمو کسانو لخوا د ناسم معلومات خپرولو او انټرنېټي بریدونو له لارې بې ثباته کړي.
د پنجشنبې شپې غونډې ته پر لار پولنډي لومړي وزیر له دې کبله ډېره قهریدلی ښکارید، چې په وینا یې پر مسکو د ده په اند سخت بندیزونه نه دي لګول شوي.
ماتیوسز موراویکي وویل: ''دا بې بیې خبرې نور بس دي، اروپایان کافي روسي تیل او ګاز پیري، او هغه (ولادیمر پوتین) دا هر څه په یرغلونو او بریدونو بدلوي، دی ټوله اروپا بې ثباته کوي. ''
خو د اروپايي ټولنې ټولنې ټول ۲۷ غړي هېوادونه بیا په یوه خوله پر روسیې د بندیزونو پر هغه ټولګه متفق شول، چې د ټولنې مشرې ''پراخ او دردونکي '' بللي دي.
دې کې ټرانسپورټ او انرژۍ سیکتور په ګډون د روسیې اقتصاد پر بېلا بېلو اړخونو لګول شوي بندیزونه شامل دي.
په بندیزونو کې له اروپا نه روسیې ته د هغو موادو پر صادراتو هم بندیز لګول شوی چې روسیه یې د خپلو تېلو پاکولو لپاره کاروي او دغه راز کریمیلین ته په ګڼ شمېر نژدې کسانو هم مالي او اقتصادي بندیزونه پکې شامل دي.
اروپايي ټولنې پر بېلاروس هم د بندیزونو پرېکړه کړې، چې د پوتین نژدې ملګری دی.
خو دا بندیزونه او د روسیې له لوري د متقابلو بندیزونو ګواښونه په ټول کې پر اروپايي اقتصاد اغېز کوي.
پر ځینو یې ښايي د نورو پرتله اغېز ډېر وي، چې له کبله یې اندېښنې هم زیاتې دي.
جرمني او ایټالیا چې پر روسي ګاز او سوداګریزو اړیکو یې تکیه ډېره ده، غواړي چې د اوس لپاره ټول بندیزونه و نه لګول شي او د بېلګې په توګه د ګاز په وارداتو او دغه راز د نړیوالې راکړې ورکړې نظام ته د روسیانو پر لاسرسي بندیزونه باید لږ وځنډول شي.
روم او برلین غواړي دا ''اتومي '' اقدامات چې همدا نوم ورکړل شوی، په اوکرایین کې د وضعیت خرابیدو تر مهاله وځنډول شي.
خو معترضین بیا له دې کبله پر دوی نیوکې کوي، چې په وینا یې د نړیوال کړکېچ په بهیر کې یوازې په خپلو ګټو پسې ګرځي.
په دې غونډه کې د هنګري، پولنډ او رومانیا په څېر هېوادونو چې له اوکرایین سره پولې لري، بیا د کډوالو جوپو ورتګ په تړاو اندېښنه څرګنده کړې، چې ښايي له جګړې تښتېدلي ګڼ شمېر اوکراینیان به د دوی له پولو تېر شي.
بروکسل وايي، دوی د کډوالو پر سمبالښت او دغه راز له هغو اروپايی هېوادونو سره پر مرسته کار کوي، چې د بندیزونو له کبله د ګاز بیو لوړوالي له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.
د دې هر څه تر څنګ اروپايي ټولنې هڅه وکړه، د پنجشنبې غونډه کې د یو موټیوالي پیغام ورکړي.
د یوه خوله کېدو دا پیغام پر روسیې د بندیزونو او له اوکرایین تر څنګ د درېدو لپاره هم و، هغسې چې د اوکرایین ولسمشر د ویډیويی پیغام له لارې دا غونډه ''احساساتي او ستره '' وبلله.
غونډې په داخل کې هم یو پیغام درلود، چې خپلو غړو ته وښيي، دوی په کړکېچ کې هم تل تر تله د یوه بل تر څنګ ولاړ دي.