د خاشقجي وژنه: د امریکا له حکومته د سپیناوي غوښتنه
د خپرېدو وخت
د امريکا کانګرېس پر ولسمشر ټرمپ غږ کړی، چې د جمال خاشقجي د وژلو پېښې پر سر دې له سعودي سره د اړيکو شلون ردولو پر دريځ له سره غور وکړي. د دغه هېواد سېنېټ يا مشرانو جرګه کې مهمو جمهوري او ډيموکراټ مشرانو پر خپل حکومت د دې خبرې سپينولو غږ کړی چې دوی د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د خاشقجي د وژلو تر شا ګڼي، که نه.