بریتانیا: دونیڅک کې د روسي پلوه بیلتون پالو نیمایي ځواکونه ټپیان یا وژل شوي

اوکرايين

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د بریتانیا استخباراتي چارواکي وايي، د اوکرایین په دونیڅک سیمه کې د روسیې ځواکونو او د روسیې په ملاتړ بېلتون غوښتونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوی اټکل کوي چې یادو ملېشو په دونیڅک کې خپل ۵۵ سلنه سرتیري له لاسه ورکړي دي.

د اوکرایین مشران وايي، روسي ځواکونو خپل ټول پام لوهانسک ته اړولی دی او هڅه کوي چې د لیسیچنسک ښار کلابند کړي.

سیمه ییز مشر سرهي هایدي وايي، ښار کې "لوی ویجاړی" رامنځ ته شوی دی.

د نوموړي په خبره د سیوردونیڅک حالت "دوزخ" ته ورته دی او د دغه ښار ښاروال وايي، چې له ۷،۰۰۰ تر ۸،۰۰۰ ولسي وګړي هلته ایسار پاتې دي.

د بریتانیا پوځي استخبارات وايي، د دې احتمال شته چې روسیه خپل سرتیري د اوکرایین په ختیځ دونباس کې ځای پر ځای کړي.

روسیې له څو میاشتو راهیسې د اوکرایین په جګړه کې د دوی ته د وراوښتو پوځي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د بشري حقونو د څار یوه اداره وايي، ۲۱۲۸ روسیي ځواکونه وژل شوي او ۸۸۹۷ نور ټپیان دي او په دې ترڅ کې ۶۵۴ ملکیان هم وژل شوي دي.

تر دې مخکې اوکراييني چارواکو ویلي وو، پر هېواد يې د روسیې له یرغل راهیسې، چې د روان کال د فبروري میاشتې په وروستیو کې پیل شو، د دوی لس زره پوځیان وژل شوي دي.

اوکرایین وايي، په جګړه کې شاوخوا سل پوځیان هره ورځ له لاسه ورکوي او په سلګونو نور ټپیان کېږي.

همدارنګه دوی ادعا کړې وه، چې روسیې ته اوښتی د سر زیان څو برابره زیات دی.

اوکرايين

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرایین حکومتي چارواکي ادعا کوي چې تر دېرش زره زیات روسي پوځیان وژل شوي دي.

روسيي چارواکو د مارچ له ۲۵ مخکې ویلي وو چې ۱،۳۵۱ سرتېري یې وژل شوي خو له مارچ میاشتې راهیسې يې په اوکرایین کې د دوی د وژل شویو پوځیانو شمېر په رسمي ډول نه دی اعلان کړی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي د سې شنبې په ورځ ناوخته په خپله وینا کې وویل چې لوهانسک اوس مهال تر ټولو سختو حالاتو کې دی، د ده په ټکو "یرغلګر پوځ" دمګړۍ پر دونیڅک هم فشار ډېر کړی دی.