روسیې د توکو لېږد مخنیوي له کبله لیتوانیا ته ګواښ کړی

د عکس سرچینه، Reuters
له هغه وروسته چې لیتوانیا د روسیې کالیننګراد سیمې ته د ځینې توکو لېږد مخه ونیوه، روسیې دې هېواد ته د 'سختو عواقبو ' خبرداری ورکړی. د روسیې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي نیکولای پاتروشیف وايي، 'روسیه به د دښمنۍ دې اقدام ته طبعاً ځواب ورکوي. '
بل لور لیتوانیا چارواکي وايي، دوی یوازې هغه بندیزونه لګوي چې اروپايي ټولنې پر اوکرایین د روسي ځواکونو یرغل له کبله اروپايي ټولنې پر روسیې لګولي دي.
د سې شنبې پر ورځ کالیننګراد ته د یوه سفر په ترڅ کې د روسیې امنیت شورا سکرتر د لیتوانیا دغه کړنه د لوېدیځوالو په لمسون ''له نړیوال قانونه سرغړوونه '' وبلله او په وینا یې په ''نژدې راتلونکي کې به مناسب اقدامات وشي. ''د نوموړي په وینا ''دا به د لیتوانیا پر خلکو منفي اغېز ولري '' خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
له دې مخکې د روسیې بهرنیو چار وزارت د اروپايي ټولنې سفیر د همدې موضوع په تړاو احضار کړی و.
کالیننګراد یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه ده، چې د روسیې له مرکز ي سیمو سره پوله نه لري او په بالتیک سمندر کې د روسیې سمندري ځواک مرکزي قومندانۍ پکې موقعیت لري.
دا سیمه په ۱۹۴۵ کال کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته له جرمني نه په روسیې پورې تړل شوې او د اروپايي ټولنې له دوو غړیو هېوادونو پولنډ او لیتوانیا سره پوله لري.
د دې سیمې نفوس نژدې یو میلیون کسان اټکل شوي او تر ډېره یې د ورځني ژوند چارو تکیه له اروپايي ټولنې او روسیې د ناخالصو تولیداتو او پرزه جاتو پر واردولو ده. د سیمې والي انتون الیخانوف وايي، بندیز به پر داسې ۵۰ سلنه توکو اغېز وکړي، چې کالیننګراد یې واردوي.
لیتوانیا چارواکو تېره اونۍ اعلان وکړ، له خپلې خاورې به کالیننګراد ته د لېږد اجازه ور نه کړي، چې اورپايي ټولنې پرې بندیز لګولی دی.
اروپايي ټولنې بیا په یوه اعلامیه کې د لیتوانیا چارواکو دا پرېکړه تایید کړه او په وینا لامل یې د دوی بندیزونه دي چې دوی پر اوکرایین د یرغل له کبله پر روسیې لګولي دي.
د بندیزونو په دې لیست کې د ډبرو سکاره، فلزات، د ودانیزو چارو لپاره کارېدونکي توکي او د پرمختللې تکنالوژۍ وسایل شامل دي.
د یادونې ده، چې د ناټو سازمان غړي هېواد په توګه لیتوانیا د خوندیتوب په تړاو د دې سازمان له ټولو هوکړو برخمن هېواد دی.



















