سعودي: د ماشومانو 'غیر اخلاقي' رنګه لوبتوکي مو نیولي

د عکس سرچینه، Saudi Ministry of Commerce
- Author, ډېوډ ګریتن
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
سعودي عرب چارواکو د لوبو داسې توکي او د ماشومانو کالي ضبط کړي چې د ژیړې، زرغونې (بوډۍ ټال) رنګونه لري او د دولتي ټلویزیون په وینا خلک همجنس خوښۍ ته هڅوي.
د الاخباریه ټلویزیون په رپوټ کې د سوداګرۍ وزارت مسوولین په داسې حال کې لیدل کېږي، چې د پلازمېنې ریاض له یو شمېر دکانونو او هټیو دا ډول توکي لېرې کوي.
په دې کې د سر وېښتو غوټه کولو کلیپونه، خولۍ، کمېسونه او ان د پنسلونو ساتلو کوچني بکسونه شامل دي.
یوه چارواکي په دې هکله وویل، دا توکي ''له اسلامي عقیدې او ولسي اخلاقیاتو سره په ټکر کې دي، د همجنس خوښۍ رنګونه لري او په ځانګړې توګه ځوان کول یې هدف دی. ''
د سوداګرۍ وزارت په یوه ځانګړي ټویټر پیغام کې په دې هکله ویلي، مسوولین یې ''د داسې نښو او علامو لرونکي توکي ضبطوي چې بې لارۍ ته (خلک) هڅوي او له عامه احساس سره متضاد دي. ''
په پیغام کې زیاته شوې، هغه دکانداران به جریمه شي چې دا ډول توکي پلوري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای

له دې مخکې د سعودي عرب په ګاونډ کې قطر وویل، چارواکو د لوبو داسې توکي ضبط کړي چې ژیړ، زرغونه رنګونه یې یې وو او د ''اسلامي اخلاقو ضد نښې، نښانې یې درلودې. ''
د سعودي عرب په قوانینو کې د شریعت له تعریف سره سم د هم جنسو کسانو تر منځ د جنسي اړیکو لپاره قضیې ته په کتو د اعدام یا دورو سختې سزاګانې ورکول کېږي.
دغه راز د قانون له مخې نارینه نه شي کولای د ښځو په څېر کالي واغوندي، یا له انلاین لارې داسې څه وکړي چې له عامه امنیت، مذهبي اخلاقیاتو، خلوت یا عامه اخلاقیاتو سره په ټکر کې وي.

د عکس سرچینه، Saudi Ministry of Commerce
اپریل کې سعودي عرب سینماګانو د ډاکټر سټرنج ان د ملټیورس اف مډنس نومي فلم له هغه وروسته نندارې ته وړاندې نه کړ، چې ډیزني د سعودي په غوښتنه له فلمه د هغو صحنو له لېرې کولو انکار وکړ، چې دوی د (ایل جي بي ټي کیو) حوالې بللې.




















