روسیه: چمتو یو له بریتانیا سره د دوو بریتانویانو د اعدام پر موضوع خبرې پیل کړو

د خپرېدو وخت

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین ویاند دیمیتري پيسکوف وايي، بریتانیا دې د خپلو دوو نیول شویو وګړو د ازادۍ لپاره د اوکرایین ختیځ کې له دونیڅک بېلتون پالو سره خبرو ته کېني چې لویدیځ تر دې دمه په رسمیت نه دی پېژندلي.

له دې وړاندې ښاغلي پيسکوف ویلي وو، لندن تر دې دمه له روسیې د دغو دوو کسانو د اعدام په قضیه کې د مداخلې غوښتنه نه ده کړې.

د انټر فاکس نیوز خبري اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي پيسکوف بریتانیا ته په اشارې سره ویلي:" باید د هغه هېواد چارواکو ته مراجعه وکړئ چې محکمې یې دا حکم صادر کړی او ښکاره خبره ده چې دا روسیه نه ده."

نوموړي زیاته کړې چې که بریتانیا وغواړي مسکو سره خبرې وکړي، روسیه د دې موضوع په اړه خبرو ته چمتو ده.

پيسکوف همدا راز ویلي"هر څه به د لندن په پوښتنو ګروېږنو پورې تړاو ولري، او زه ډاډه یم چې روسیه به یې اورېدو ته چمتو وي."

د دغو دوو بریتانویانو د اعدام حکم په بریتانوي رسنیو کې غوسه راپارولې، خو پوښتنه دا ده چې آیا حکومت به یې د خلاصون لپاره څه مرسته وکړي که نه؟

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې ليز ټرس له څرګندونو داسې ښکاري چې هیڅ ډول مرسته به هم و نه شي.

ليز ټرس په دې لړ کې وروستی ځل خپل اوکراییني سیال دیمیتري کولبا سره اړیکه نیولې.

د یو چنل خبري شبکې د رپوټ له مخې دا ورستی کس دی چې آغلې ټرس ورسره پر اعدام د محکومو بریتانویانو د په رپوټ کې راغلي چي ليز ټرس ویلي: "هیڅ تمه نشته چې د محکومو کسانو په تړاو شوې پرېکړه دې بدله شي، هغوی یوه میاشت وخت لري چې د محکمې پر پرېکړه له سره غور وکړي او د بښنې لپاره خورا لږ چانس."

نوموړې همدار راز زیاته کړې"د دوی له کوره د غوسې او توپان پرته د بل شي تمه نه شي کېدی."

د دونیڅک تش په نامه جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ناتالیا نیکونوروا ویلي، د اعدام د حکم له صادرولو وروسته د دوو بریتانویانو د برخلیک په حق کې د لویدیځ مطلقه بې غوري موجوده ده.

په بند محکوم بریتانویان چې د رپوټونو له مخې ۲۸ کلن ایدېن اسلین بریتانیا کې د نوټینګهم شېر او ۴۸ شوان پینېر د بېډفورډ شېر اوسېدونکی دی د محکمې له لوري کرايي کښ جنګیالي بلل شوي خو د بریتانیايي سړیو کورنۍ وايي دوی د اوکرایین پوځ کې دندې درلودې.

ورته وخت کې د اوکرایین په ختیځ ښار کې جګړه تېزه شوې، چې د اوکراییني چارواکو په وینا، د روسیې توپچي اوکراییني ځواکونه د ښار له مرکزه شاته کړي دي.

له څو اونیو راهیسې د سوېوروډونېڅک ښار نیول د روسیې یو لوی هدف و. رپوټونه وايي، اوس د سوېوروډونېڅک ښار ۷۰ سلنه د روسانو لاس کې دی.‌

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د دغه هېواد ختیځ کې د سوېروډونېڅک ښار د جګړې په اړه ویلي‌ چې هلته د دوی مرګژوبله په وېروونکې کچه لوړه ده.‌

له ستراتېژیکه اړخه دغه مهم ښار اوس روسي ځواکونو نږدې په بشپړ ډول نیولی دی.

ښاغلي زېلېنسکي وویل "موږ لپاره د دې جګړې بشري بیه ډېره لوړه ده. که ساده یې ووایم وېروونکې ده."

هغه دا څرګندونې د اوکرایین خلکو د ټلېګرام له لارې د ورځنیو مالوماتو ورکولو پر مهال کړې.‌

د اوکرایین ځايي چارواکو وړاندې ویلي وو چې روسیه هڅه کوي‌ دا ښار له نور اوکرایینه جلا کړي او د همدې لپاره یې دغه ښار تهدرېواړه غځېدلي ستر پلونه نړولي دي.‌

د دغو پلونو په نړېدو سره له سوېروډونېڅک د خلکو د وتلو او همدا راز د دفاعي لیکو پیاوړتیا لپاره د تازه دمو ځواکونو او مهماتو د ورسېدومخه نیول شوې ده.